لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د کرېکټ مينه وال په تمه دي چې د وېسټ انډيز نه به سبانۍ لوبه ګټي


د افغانستان د کرکټ مينه وال دعاګانې غواړي چې د کرکټ لوبډله يې سبا د چهارشنبې/ شورو په ورځ د ویسټ انډيز پرضد بريا ترلاسه کړي ځکه دغه مهمه ګټه د دوي د نړيوال کپ د غوراوي سياليو کې دوېم پړاؤ (سپرسيکسز) ته ننوتل دي.

د کرکټ پوهان وايي د افغانستان د لوبډلې دپاره د ويسټ انډيز پرضد د شورو د ورځې بریا ډېره مهمه او له دې وجې اړينه ده تر څو د غوراوي په نورو سياليو کې د دوي حوصلې لوړې وي.

افغان لوبډلې ته سپرسيکسز ته د رسېدو لاره په بي ګروپ کې د نيپال هانګ کانګ ته ماتې ورکولو هواره کړې ده.

په بي ګروپ کې د افغانستان، نيپال او هانګ کانګ درې واړو لوبډلو يوه يوه سيالي ګټلې خو افغان لوبډله د ښو رنزونو جوړولو (رنز رېټ) په سر د سپرسيکسز پړاؤ ته رسېدلې ده.

په زمبابوی کې روان د کرکټ د نړيوال کپ ۲۰۱۹م د غوراوي په سياليو کې د اې او بي ګروپ د سر درې لوبډلې اوس د سپر سيکسز په پړاؤ کې دي.

د کرکټ د نړيوالې شورا د اصولو ترمخه په دوه ګروپونو ای او بي کې پينځه پينځه لوبډلې دي او په دوي کې به دوه ګټونکې لوبډلې د ۲۰۱۹م د نړيوال کپ په سياليو کې برخه اخلي.

افغان لوبډله د غوراوي په سياليو کې د اصغرستانکزي او محمدشهزاد د نشتوالي د تاوان سره مخ شوې، اصغر د ناروغۍ له سببه نه دی لوبېدلی او شهزاد د ايي سي سي د قانون سرغړونې په سر د دوه لوبو څخه بهر کړی شوی ؤ.

د لوبډلې کپتان راشد خان تکړه اسپېنر تېره اوونۍ په درېو سياليو کې د ماتې خوړولو وروستو ويلي ؤ، داسې ښکاري چې هر څه د دوي د پلان پرضد روان دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG