لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جېم مېټس په ناڅاپي سفر کابل ته رسېدلی


د امریکې د دفاع وزير جېم مېټس نن د سه شنبې/ نهې په ورځ په ناڅاپي سفر کابل ته رسېدلی او ويلي يې دي، طالبانو د افغان حکومت سره د خبرو ځينې خوښي (دلچسپي) څرګنده کړې ده.

د ای پي ترمخه ښاغلي مېټس ويلي، "مونږ په افغانستان کې د ګټې په لټه کې يُو، پوځي ګټه نا، ګټه به په سياسي روغه جوړه وي" د طالبانو سره.

نوموړي ويلي " چې د طالبانو لخوا هم خوښي (دلچسپي) شتون لري".

د فرورۍ د مياشتې په وروستيو کې طالبانو په يوه اعلاميه کې په امريکا د خبرو غږ کړی ؤ.

طالبانو په اعلامیه کې ويلي ؤ، "د افغانستان د مسلې د سوله ييز حل دپاره دې امريکايي چارواکي د طالبانو د سیاسي دفتر سره مخامخ خبرو ته راشي".

له دغې څو ورځې وړاندې د سويلي او مرکزي اسيا دپاره د امریکا د بهرنيو چارو د وزارت مرستیالې اېلس وېلز وايس اف امريکا سره په خبرو کې ویلي ؤ، طالبان اوس هم موقع په لاس کې لري چې د خبرو مېز ته راشي،

هغې ويلي ؤ "طالبانو ته مو دغه پېغام دی چې د مذاکراتو دروازه لا خلاصه ده، هغه طالبان چې د تشدد نه لاس اخلي او د افغانستان ائين مني" کولی شي چې راشي او د خبرو بهير کې شامل شي.

له دغې څو ورځې وروستو د کابل پروسې دوېم کانفرنس ته په وېنا کې ښاغلي اشرف غني طالبانو ته په مخاطب کولو سره وويل، "د طالبانو مشرتابه او هر طالب! نن فیصله ستاسو په لاس کې ده، سوله ومنئ، په عزت یې ومنئ او راشئ دا خاوره چې زموږ د خلکو د شهیدانو او قربانیو نتیجه ده، بېرته وساتو".

طالبانو د اشرف غني بيان ته تراوسه پورې رسمي غبرګون نه دی ويلی.

د روانې میاشتې په لمړۍ اوونۍ کې بيا د پاکستان او افغانستان لپاره ‌‌‌‌‌‌د ا مريکا ‌‌‌‌استازې اېلس وېلز ويلي امريکا د افغان حکوت متبادل نشي کېدی او طالبان خبرې بايد د افغان حکومت سره وکړي.

د وال سټريټ جنرال ورځپاڼې ترمخه مېرمن وېلز ويلي ؤ" امريکا دافغانستان د حکومت او د افغان ولس متبادل هيڅ کله نشي کېداې".

استازې ويلي ؤ واشنګټن له نه دي پکار چې د طالبانو سره نېغ په نېغه خبرو اترو کې بوخت شي.

ويل شوی ښاغلی مېټس به د کابل په سفر کې د افغان صدر اشرف غني سره هم وويني.

په افغانستان کې بهرنو ځواکونو ويلي د جېم مېټس د کابل سفر يو د هغو نه دی چې نوموړی يې د معمول ترمخه کوي، او په افغانستان کې موجودو امريکايي عسکري چارواکو او افغان مشرانو سره پکې ليده کاته کوي.

د صدر ډانلډ ټرمپ په صدارت کې دا د جېم مېټس د کابل دوېم سفر دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG