دپاکستان حکومت ددغه هیواد پارلیمان ته ویلي دي چې په کال ۲۰۱۵م کې جوړو شوؤ پوځي محکمو ته تراسه ۴۸۶ دوسیې لیږل شوي چې په هغې کې ۱۸۶ مجرمانو ته دپوځي محکمو لخوا د تیرندۍ سزا اورؤل شوې ده.
په کال ۲۰۱۴م کې دپیښور په ارمي پبلک سکول دترهګریز برید نه وروسته ائین کې دبدلون دلارې دوؤ کالو پوځي محکمو کې دغیر پوځي کسانو په ضد د مقدمو چلولو منظوري ورکړل شوې وه چې تیر کال یې موده سرته رسیدلې وه خو پارلیمان دغه موده نوره غځولې ده.
قامي اسمبلۍ کې دپوځي محکمو د سزا ګانو په اړوند د شوې یوې پوښتنې ځواب کې د دفاع وزارت په لیکلې بڼه خپل ځوا کې ویلي چې دپوځي محکمو څخه ۱۸۶کسانو ته د تیزندۍ له سزا اورؤل کیدو ترڅنګ ۷۹مجرمانو ته د عمري ،۴۷ته دشلو کالو،یو ته د۱۸کالو،یو ته د۱۶،۱۳محرمانو ته د۱۴، دریوؤ ته د ۱۰ اؤ دوؤ ته د اوو، اوؤ کالو د بند سزاګانې اورؤل شوي دي.
حکومت پخپل جواب کې دا هم ویلي چې د ۱۰۱ مقدمو اوریدنه روانه ده اؤ ۵۲ مقدمې خارج کړل شوي دي.
دحکومتي جواب ترمخه دپوځي محکمو څخه مجرمانو ته د اورؤل شوؤ سزا ګانو په ضد دپوځ سرلښکر ته ۱۵۱ کسانو د رحم اپیلونه کړي چې هغه پکې یو هم نه دی منلی ، وروسته دغه اپیلونه د هیواد صدر ته لیږل شوي چې ۶۲ پکې نه دی منل شوي اؤ ۸۹ اوس هم د کورنیو چارو وزارت کې پراته دي.
دبشري حقونو نړیوال اؤ سیمه ییز سازمانونه د شورو څخه پاکستان کې دپوځي محکمو په فعالیت نیوکې کوي اؤ وایي چې ددغو محکمو ترسره کیدونکې قضایي چارې پټې ساتل کیږي اؤ اندیښنه ده چې تورنو کسانو ته پکې دځان سپینولو موقعې نه ورنکړل کیږي.
حکومت اؤ پوځ وایي چې په دغو محکمو کې تورنو کسانو ته د ځان دسپیناوي ټولې موقعې ورکړل کیږي اؤ دسزاګانو په ضد ورته د اپیلونو حق هم ترلاسه وي.