لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: نښته کې پينځه مشکوک ترهګر او يو عسکر وژل شوی


د پاکستان غټ صنعتي ښار کراچۍ په لياري سيمه کې د نيم پوځي ځواک رېنجرز او وسله والو ترمنځ نښته کې پينځه مشکوک ترهګر او يو د رېنجرز ځواک سرتيری وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي دي.

د رېنجرز ځواک وياند ويلي سرتيري تيره (د نهې او شورو) په منځنۍ شپه کې د لياري په علي محمد نومې علاقه کې په ګزمه بوخت وو او په دغه وخت پرې نامالومو کسانو ډزې کړي او لاسي بمونه يې پرې ویشتي دي.

نوموړي ويلي د ډزو او لاسي بم په پايله کې يو سرتيری وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي دي.

په ځوابي ډزو کې د يو ترهګر د وژل کېدو ادعا شوې او ويل شوي د هغه د ولقې نه وسله هم ترلاسه شوې ده.

پېښه کې ژوبل سرتيري د کراچۍ سېول روغتون ته وړل شوي او د لياري په علاقه کې د لټون عمليات دومداره ساتل شوي دي.

چارواکو ويلي د رېنجرز او پوليس د لټون په مهال په علاقه کې پټو کسانو په پوليس او رېنجرز سرتيرو هم ډزې پېل کړي دي.

د وياند ترمخه په نښته او ځوابي ډزو کې بيا څلور ترهګر وژل شوي او د دوي د ولقې نه څلور کلاشنکوفونه ترلاسه شوي دي.

د کراچۍ په لياري سيمه کې له دې وړاندې هم په تيرو څو کلونو کې بدامني روانه او هلته به وخت په وخت د پوليس، رېنجرز او بېلابيلو وسله والو ډلو ترمنځ نښتې روانې وې.

له دې وړاندې هم د پوليس، رېنجرز او لياري د مختلفو ډلو په نښتو کې مرګ ژوبلې رامنځته شوي خو د تيرې يوې مودې نه په لياري کې دغه ډول پېښه نه وه رامنځته شوې.

په کراچۍ کې د کال ۲۰۱۳م راهسې رېنجرز او پولیس په ګډه د وران کارو، تندلارو، قلنګ اخستونکو، ترهګرو او نورو جرمونو کې د ککړو پرضد عمليات کوي.

چارواکي په ښار کې د عملياتو سره د امن راوستو ادعاوې کوي خو بيا هم وخت په وخت د بدامنۍ پېښې رامنځته کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG