لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کرکټ ځینو نړیوالو لوبغاړو سوپرلیګ لوبو لپاره پاکستان ته له ورتګ څخه انکار کړی


د پاکستان د کرکټ د سوپر لیګ سیالۍ خپل وروستي پړاو ته نږدې شویدي خو د کرکټ یو شمېر نړیوالو لوبغاړو ویلي دي چې په هغو لوبو کې به ګډون نه کوي کومې چې په پاکستان کې نیول کېږي.

یو شمېر پاکستاني او بهرني مطبوعاتو کې راغلي دي، چې ځینې لوبغاړو لا هم خپله وروستۍ پرېکړه نه کړې خو د ځینو دریځ ښکاره دی چې پاکستان ته به ددغو لوبو لپاره نه ورځي.

تر ټولو وروستی لوبغاړی چې پاکستان ته یې له ورتګ څخه انکار کړی الیکس هیلېس نومېږي چې په اسلام اباد یوناټېډ لوبډله کې لوبیږي.

داسې ښکاري چې د برتانیې کرکټ بورډ هم پاکستان ته د لوبغاړو د ورتګ په برخه کې خپله پالیسي سخته کړېده ځکه ایون مورګن، جېسن رویې او سام بیلنګز به هم په هغو لوبو کې ګډون ونشي کړای کومې چې ټاکل شوېده په اسلام اباد او لاهور کې ترسره شي.

مورګن او رویې زیات وخت نه کیږي چې له خپلو لوبډلو کراچي کنګز او ګوټه ګلډیټرز سره یوځای شوي وو.

ددې ترڅنګ، کېون پیټرسن او شېن واټسن چې د کوټې ګلډیټرز د ټیم دي د غواړي د لوبو لپاره خپل چمتوالی څرګند کړی خو دا پرېکړه یې لا نه ده کړې چې پاکستان ته د لوبو لپاره ځي او کنه؟

ځینو سرچینو ویلي، د پاکستان د سوپرلیګ لوبو اداره دا خطر نشي منلای چې د نړیوالو لوبغاړو پرته دغه لوبې ترسره کړي نو له همدې امله کیدای شي ددغو لوبو فاینل په دوبۍ کې ترسره کړي او یا هم بهرنیو لوبغاړو ته اضافي بونسونه ورکړي.

XS
SM
MD
LG