لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکا د بهرنو چارو نوی وزیر مايک پومپيو به د پاکستان په اړه سخت وي، راپور


د امريکا د بهرنو چارو نوی وزیر مايک پومپيو
د امريکا د بهرنو چارو نوی وزیر مايک پومپيو

د امريکا د استخباراتي ادارې "سي ايي اې" پخوانی مشر مايک پومپيو چې د بهرنو چارو نوی وزیر ټاکل شوی دی د هغه په اړه ويل کيږي چې د پاکستان په اړه تګ لاره يې روښانه او ښکاره ده.

د امريکا مطبوعات وايي د نوموړي د ترهګرۍ پر ضد تګ لارې ته په کتو دا خبره يقيني ده چې د پاکستان په اړه پالسيو کې به يي سختي راځي.

تيره مياشت سي بي ايس خبري اداري سره په خبرو کې هغه وويلي ؤ چې " مونږ د پاکستان د خبر ساتلو پوره پوره هڅه کوو چې مونږ نور د دوي دغه (دوه مخې) تګ لاره نه منو".

هغه ويلي ؤ که پاکستان دغه مسله هوارولې شي نو مونږ ورسره کار کولو ته خوشحاله يو، او که داسې نه وي نو زمونږ کار د امريکا ساتنه کول دي.

له دغې وړاندې د کال ۲۰۱۷ دسمبر مياشت کې د صد ډانلډ ټرمپ د پاکستان پر ضد د ټويټ نه څو ورځي مخکې مايک پومپيو ويلي ؤ چې که پاکستان د خپلې خاورې نه د ترهګرو پټې ځالې ختمې نه کړې نو پرضد به يي دوي د طاقت کارولو ته اړ شي.

د پومپيو نه چې کله د دې کار سر ته رسولو پوښتنه وشوه په ځواب کې نوموړي وويل چې جيم ميټس به دا يقيني کوي او د ډانلډ ټرمپ دا پيغام به پاکستان ته رسوي چې د ترهګرو پټې ځالي ختمول ډير مهم دي، ګنې د امريکا خبرداری به ورکوي چې امریکا به د ترهګرو د پټو ځالو ختمولودپاره هر څه کولی شي.

د اکتوبر مياشت کې چې کله پاکستان نړۍ ته د امريکايي ـ کېنېډايي جوړې د حقاني ډلې نه راخوشې کول ستره کاميابي ښودله نو مايک پومپيو اولنې لوړ پوړې امريکایي چارواکی ؤ چې ددغې دعوې سره يي اختلاف درلود.

پومپيو ويلي ؤ چې دغه تښتول شوې جوړه د وړاندې په پاکستان کې موجوده وه.

د نوي کال پېل کېدو سره سم د ډانلډ ټرمپ د پاکستان خلاف ټويټ وروستو امريکايي تګ لاره د پاکستان نوره سخته شوې ده او د حقاني شبکې په ګډون د نورو ترهګرو ډلو پرضدګامونو نه پورته کولو په سر يي ترې د دوه بيلنه ډالرو امداد هم ودرولی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG