لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:هند کې دخپلو ډپلوماټانو تحفظ دپاره هر حد ته تللی شو


دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند تور لګولی چې هند کې د پاکستاني ډپلوماټانو د تنګولو پیښې پرله پسې سیوا کیږي خو پاکستان دخپلو ډپلوماټانو د حفاظت دپاره تر هر حده تللی شي.

په عین حال کې پاکستان د نوي ډیلي نه خپل هائی کمشنر اسلام اباد ته د مشورې دپاره راغوښتی دی اؤ په پاکستان کې د هند هائی کمشنر ته یې هم دخپلو ډپلوماټانو په تنګولو سخت احتجاج کړی دی.

د زیارت په ورځ مطبوعاتو ته داحوال ورکولو په مهال دپاکستان د بهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر فیصل ویلي “په هند کې زموږ دمرستیال هائي کمشنر دماشومانو موټر څلویښت دقیقې ودرؤل شوی اؤ دپاکستاني ډپلوماټانو دتنګولو د زورؤلو پیښې ورځ تر ورځه سیوا کیږي”

ویاند وویل په دغه پیښه داحتجاج کولو دپاره د هند هائي کمشنر خارجه دفتر ته رابلل شوی د هند د بهرنیو چارو وزارت ته هم نه یوازې احتجاج ریکارډ کړل شوی بلکې د ډپلوماټانو د زورونکو عکسونه اؤ ویډیوګانې هم ورکړل شوي خو هند دپاکستاني ډپلوماټانو تحفظ دپاره هیڅ ګامونه نه دي اخستي.

هغه وویل” د خپلو ډپلوماټانو تحفظ مونږ دپاره ډیر مهم دی ،ددې دپاره هر حد ته تللی شو خو غوره به دا وي چې هند دې مونږ پخپل کورني سیاست کې نه رالړي”

دهندي میډیا له مخې د هند دبهرنیو چارو د وزارت سرچینو دپاکستان ټول تورونه رد کړي اؤ ویلي یې دي چې هند هیڅکله دپاکستان ډپلوماټان نه دي زورؤلي.

هند وايي دپاکستان لخوا د لګول شوؤ تورونو پلټنې یې پیل کړي خو پاکستاني ډپلوماټانو ته به هم دهند د قانون درناوی کول وي.

دپاکستان اؤ هند ترمنیځ اړیکې د تیرو دوؤ کالو راهسې زیاتې تاوژنې شوي دي د دواړو هیوادونو ترمینځ نه یوازې دکشمیر په ویشتونکې پوله وخت په وخت نښتې کیږي ، بلکې په سفارتي محاذ هم د یوبل د غورځولو هڅې کوي.

په هند کې دپاکستان پخواني هائي کمشنر عزیز احمد خان وائس اف امریکه ته ویلي په تیرو وختونو کې هم دواړو غاړو ته د ډپلوماټانو د زورولو پیښې مخې ته راغلي دي خو دغسې ستونزې یوازې په خبرو اترو هواریدلی شي.

هغه ویلي که چرې دواړه هیوادونه خپلو کې خبرې نه کوي نو بیا لږ ترلږه باید ځانونه دداسې پیښو څخه په ډډه وساتي چې دوه اړخیره اړیکې نورې هم زیانمنولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG