لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

لاهور: د رایونډ چاودنه کې ۱۰ وژل شوي، ذمه یې پاکستاني طالبانو ومنله


د پنجاب په لاهور ښار کې چاودنې د تېرې شپې په چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰ تنو ته رسېدلی، چې ۶ پکې پولیس او ۴ عام خلک دي او شاوخوا ۲۵ کسان پکې ټپیان شوي هم دي.

د دې برید ذمه د پاکستاني طالبانو تحریک پر غاړه اخیستې ده.

پولیس چارواکي وایي دا ځانوژونکی برید وو، چې وایي د بریدګر سر یې هم د پېښې له ځایه تر لاسه کړی، خو د هغه د پېژندنې په اړه یې څه نه دي ویلي او وایي په دې اړه یې پلټنې روانې دي.

چاودنه د رایونډ په نامه له مذهبي تبلیغ مرکزه پر ۵۰۰ میټره فاصله باندې د پولیسو پر چیک پوسټ په داسې وخت کې شوې، چې هلته یوه مذهبي اجتماع روانه ده او ټاکل شوې چې د مارچ په ۱۸مه به پای ته رسېږي.

پولیس چارواکي وایي د برید هدف د پولیس امنیتي څوکۍ وه، چې د رایونډ تبلیغي مرکز د امنیت لپاره جوړه شوې وه. د پاکستان د تحقیقاتو مرکزي ادارې (ایف ای اې) په خپل رپوټ کې ویلي، څلور بریدګرو غوښتل چې تبلیغي مرکز ته ننوځي، خو وایي پولیسو یې مخه ونیوله چې په هغوی کې یوه چاودنه وکړه او نور وتښتېدل.

د پولیسو یوه مشر ډاکټر حیدر اشرف رسنیو ته ویلي، یو اتلس کلن هلک چې د پولیسو چیک پوسټ ته ورغلی، هغوی یې د درولو هڅه کړې چې په همدې حال کې هغه چاودنه کړې او هلته موجود ۱۲ پولیس یې سخت ټپیان کړي، چې په هغوی کې ۵ تنه مړه شول.

په ټپیانو کې هم ځینې پولیس او عام خلک شامل دي، چې په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او داسې ویل کېږي چې په هغوی کې هم د ۵ تنو حالت مرګونی دی او تازه رپوټونه ښیي چې نن د زیارت-پنجشنبې په ورځ یو بل پولیس هم خپل ژوند باللی دی.

رایونډ د لاهور ښار ته څېرمه پرته سیمه ده چې اوس د رایونډ تبلیغي مرکز په نامه مشهوره ده او په دې مرکز کې هر کال دوه ځله سترې مذهبي غونډې (اجتماع) کېږي، چې د پاکستان له بېلابېلو ښارونو په زرګونو خلک پکې ګډون کوي.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۱۷م کال کې هم په لاهور کې چاودنې شوې وې چې ذمه یې د پاکستاني طالبانو له تحریکه جلا شوې ډلې جماعت الاحرار پر غاړه اخیستې وه.

XS
SM
MD
LG