لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: کلاسیف الله کې د طالب کمانډر پر کور برید: چاودنه که ډرون حمله؟


د بلوچستان په پښتني سیمه کلاسیف الله کې په یوه کور کې چاودنه شوې، چې ویل کېږي د کور ودانۍ پکې تباه شوې او ناتایید شوي خبرونه وایي چې یو تن پکې وژل شوی او څو نور پکې ټپیان دي.

د چاودنې په اړه دوه بېلابېل خبرونه مخې ته راغلي، د سیمې ځینو خلکو وي.او.ډیوه ته او پر ټولنیزو رسنیو ویلي، چې پر تباه شوي کور ډرون برید شوی، خو ځایي چارواکو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سیمې ځایي خلک وایي د زیارت- پنجشنبې په ماخوستن د پاکستان په وخت شاوخوا لس نیمې بجې په سټېشن کلي کې د یوه ځایي تن شیخ عبدالله (عبدل) جوګیزي پر کور د چاودنې ږغ واورېدل شو، چې وایي ګومان کوي ډرون برید به وي.

که چارواکي دا تایید کړي چې دا ډرون برید وو، نو دا به په بلوچستان کې دویم ډرون برید وي. تر دې وړاندې په ۲۰۱۶م کال کې هم د دې صوبې په دالبندین کې د افغان طالبانو پخوانی مشر ملا منصور هم په ډرون برید کې وژل شوی وو.

ځینو ځایي خلکو د نوم نه ښوولو په شرط وي.او.اې ډیوه ته وویل، د عبدل جوګیزي زوی ملا حبیب الله د افغان طالبانو یو قومندان وو، چې وایي په برید کې یې کور ټول تباه شوی دی، خو دا نه ده څرګنده چې پخپله هغه هم په دې برید کې وژل شوی که څنګه.

خو پاکستاني رسنۍ وايي دا بمي چاودنه ده، چې وایي له کبله یې د کور ودانۍ نړېدلې ده، یو تن پکې مړ دی، څلور ښځې او درې ماشومان تر خاورو-خځلو لاندې وو، چې ویل کېږي په ټپي حالت کې را ایستل شوي او د کلاسیف الله سرکاري روغتون ته وړل شوي دي.

ځایي سرچینې وایي د ملا حبیب الله په کور کې وسلې او چاودېدونکي مواد هم وو او امکان لري چې د انتقالولو پر وخت پخپله پر دوی ور چاودل شوي وو.

کلاسیف الله د ږوب او لورالای تر منځ پرته سیمه ده، چې ځینې برخې یې له ډیورنډ کرښې سره هم لګېدلې دي. کلاسیف الله ته نیژدې ګوال اسماعیلزۍ هغه ځای دی، چې د افغان طالبانو د دوو پخوانیو مشرانو ملا دادالله او منصور دادالله د استوګنې سیمه بلل کېږي.

له ګوال اسماعیلزۍ څخه وخت په وخت د ځینو پېښو خبرونه هم ورکړل شوي دي، چې په نتیجه کې يې پاکستاني ځواکونو په دې سیمه کې د پلټنې عملیات هم تر سره کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG