لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د راؤ انوار مالومولو دپاره نور دوه ورځې وخت غوښتی شوی


د نقيب الله مسيد د وژنې په قضيه کې د کراچۍ پولیسو د سترې محکمې (سپريم کورټ) نه د پخواني پوليس افسر راؤ انوار د مالومولو دپاره نور دوه ورځې وخت غوښتی دی.

د نقيب الله مسيد په جعلي مقابله کې په وژنه تورن د کراچۍ د ملير ضلعې د پوليسو پخوانی مشر راؤ انوار تراوسه پټ دی او عدالت ته نه دی حاضر شوی.

سترې محکمې د نقيب مسيد د وژنې د خپل ځاني نوټس اورېدنه نن په کراچۍ کې د سپريم کورټ په رجسټرۍ کې وکړه.

د سندهـ صوبې دپوليس مشر (ايي جي پي) الله ډنو خواجه عدالت ته ويلي د راؤ انوار بهر ملک ته تلو په اړوند يې د کراچۍ او اسلام اباد هوايي ډګرونو ويډيو فلمونه ترلاسه کړي خو په ترلاسه شوؤ ویډيو کې د راؤ انوار د بهر تلو يا پېژندګلو پخلی نه کيږي.

پولیس افسر عدالت ته خواست کړی چې د راؤ انوار د مالومولو دپاره ورته نور وخت ورکړي په دوه يا درېو ورځو کې به پکې پرمختګ وشي.

د ستر عدالت مشر قاضي میا ثاقب نثار په مشرۍ د درې کسيزه ججانو بنچ چې د قضيې اورېدنه کوي پوليس افسر ته يې د راتلونکې دوشنبې/ ګل د ورځې (مارچ ۱۹م) نېټه ورکړې چې ستر عدالت اسلام اباد ته دې حاضر شي او رپورټ دې وړاندې کړي.

د نقيب مسيد پلار محمدخان او هغه سره د قامي جرګې غړي هم عدالت ته حاضر شوي دي.

د اورېدنې وروستو پوليس مشر رسنیو سره په خبرو کې وويل راؤ انوار لګيا دی غلطه کوي بايد په خپله عدالت ته حاضر شي.

ښاغلي خواجه وويل تراوسه پورې ورته داسې کوم شواهد نه دي ترلاسه شوي چې راؤ انوار د ملک څخه بهر تلی وي.

د نقيب پلار مطبوعاتو سره په خبرو کې هغه خبره بيا تکرار کړه چې د نقيب په سر به کله هم سودا ونه کړي او زياته يې کړه د نقيب د يو وېښته قيمت څوک نشي پوره کولی.

هغه ويلي په عدالتونو يې باور دی اوڅو پورې چې راؤ انوار نه وي نيول شوی دوي به عدالت ته حاضريږي.

راؤ انوار د جنورۍ په ۱۳م نېټه په کراچۍ کې په يوه جعلي مقابله کې د جنوبي وزيرستان د مکين علاقې سره تعلق لرونکی ځوان نقيب الله مسيد سره د درېو نورو تنو وژلی او د ترهګرو د وژنې ادعا يې کړې وه.

خو د نقيب کورنۍ دغه ادعا کړې او وروستو د پوليس لوړ پوړو افسرانو پلټنيزې ډلې دې مقابلې ته جعلي ويلي ؤ.

په ۲۳م جنورۍ د نقيب مسيد د پلار محمدخان په مدعيت په راؤ انوار او د هغه سره پوليس ډله باندې د نقيب د وژنې مقدمې درج شوې او هم په دغه ورځ خبر مخې ته راغلی چې هغه د اسلام اباد بېنظيربټو نړیوال هوايي ډګر نه بهر د تلو هڅه کوله خو منع کړی شوی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG