لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي شهزاده محمد بن سلمان خپله مور دخپل بادشاه پلار نه پټه کړې ده؟


په داسې حال کې چې راتلونکې اوونۍ کې به دسعودي عرب شهزاده دسپينې ماڼۍ سفر کوي، هلته به هغه ته دهاغه اصلاح کوونکي په توګه هرکلى ويلى شي چې دنړۍ ترټولو قدامت خوښي هيواد کې یې دښځو حقونه مراعات کړي، هغوي ته يې دګاډي چلولو او دلوبو په دستورو کې دبرخې اخستو اجازه ورکړې ده.

خو دامريکايي چارواکو وينا ده چې دغه شهزاده يوې ښځې ته ګټه نه ده رسولې او هغه يې خپله مور ده

اين بي ايس نيوز ته څوارلسو اوسنو او پخوانيو امريکايي چارواکو ويلي استخباراتي معلومات په ډاګه کوي چې محمد بن سلمان یوازې له دې خاطره خپله مور د خپل بادشاه پلار له نظره لرې ساتلې ده چې هغه یې دخپلې واکمنۍ مخې ته خنډ ګڼله.

دغه چارواکي داستخباراتي معلوماتو په اساس وایي دوه کاله دمخه شهزاده محمد بن سلمان دخپلې مور مخه نیولې وه تر څو هغه دخپل بادشاه میړه سره ونه ویني.

دشاه سلمان ميرمن چرته ده؟

امريکايي چارواکو ، چې ددې معاملې دحساسيت له امله يې نوم نه دى څرګند کړى، ويلي ٨٢ کلن شاه سلمان ته په يو وخت او بل وخت کې ويل شوي چې دهغه دريمه ښځه دعلاج په غرض دهيواد څخه بهر ده، هغوي ويلي باچا دخپل ځان سره نزدې خلکو ته ويلي چې خپله ميرمن ورته ياديږي او ظاهراً دهغې دقيق مقام يا حالت ورته نه دى معلوم،

ګڼو امريکايي چارواکو اين بي سي نيوز ته له دې وړاندې ويلي وو چې دشاه سلمان سره دهغوي تماسونه په ډاګه کوي چې هغه ته په دقيق ډول په دې اړه پته نشته.

په سپينه ماڼۍ کې په ستمبر کال ٢٠١٥م کې په يوه موقع ديوې غونډې په مهال شاه سلمان دهاغه وخت ولسمشر براک اوباما ته ويلي وو چې دهغه ميرمن په نيويارک کې دعلاج لپاره موجوده ده او هغه توقعو کوي چې په امريکا کې به دهغې پوښتنې له ورشي، دچارواکو وينا ده چې اوباما هغه خبر نکړو چې دباچا ميرمن په نيويارک کې نشته

اوسنیو او پخوانيو چارواکو وويل شهزاده محمد، څوک چې دټرمپ دسپينې ماڼۍ يو مرکزي ايتلافي دى، په دغو کلونو کې يې دخپلې مور د اتې پتې په اړه بيلا بيل سپيناوي کړي، لکه دا چې هغه دهيواد څخه بهر ده او علاج یې روان دی، نو شاه سلمان ته نه وه معلومه چې دهغه ځوې دهغې پرله پسې نشتوالي کې لاس لري

داوسنو او پخوانيو چارواکو ترمخه د٢٠١٦م په پيل کې امريکايي چارواکو ته دداسې تماسونو په هکله معلومات په لاس ورغلي چې پکې محمد بن سلمان دخپل پلار څخه دخپلې مور دلرې ساتلو دهڅو په هکله غږيدو، دکومو په اړه چې باچا ته نه وه معلومه.

د محمد بن سلمان اندیښنه څه ده؟

ګڼو امريکايي چارواکو دڅو کلونو داستخباراتي معلوماتو په اساس ويلي محمد بن سلمان له دې امله دخپلې مور په ضد ګامونه اخستي چې هغه انديښنه لري چې مور يې دهغه داقتدار دترلاسه کولو دپلان مخالفت کوي، دغو چارواکو ويلي محمد بن سلمان دسعودي عرب په يو مقام خپله مور تر څه وخته نظربنده ساتلې وه او ددې څخه باچا هم ناخبره ؤ.

تيرکال دجون په مياشت کې ، دي۳۱و کلونو په عمر کې، شهزاده محمد خپل دتره ځوې لرې کړى او پخپله يې دهغه ځايې نيولى و او ولي عهد شهزاد جوړ شوى ؤ.

هغه په تيرو څو مياشتو کې اقتصادي او ټولنيز بدلونونه رامينځته کړي، دنومبر په مياشت کې محمد بن سلمان ددوؤ سوؤ څخه دزياتو سعودي چارواکو، کاروباريانو، چې پکې مشهور شهزادګان او دشاهي کورنۍ مخالف غړي شامل وؤ، دګرفتارۍ دعمل څارنه کړې وه، دسعودي حکومت دغه ګام دبډو رشوتونو په ضد عمليات ګرځولي

دامريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ دسعودي دحکومت لخوا ددغو کسانو سره دسخت چلند څخه دفاع کړې وه، دغه چارواکي بندي کړي شوي وؤ، ټرمپ او دهغه زوم او دسپينې مانۍ لوړپوړي صلاح کار، جيريډ کُشنر، محمد بن سلمان خپل نزدې ګډ کاري ملګری او دانتظاميې دمينځني ختيځ په ستراتيژۍ کې يو مرکزي لوبغاړى ګڼلى.

سپينې ماڼۍ دګل په ورځ اعلان کړى چې ولسمشر به دولي عهد شهزاده سره په ٢٠م مارچ ليدنه کوي او وايي ټرمپ دامريکا او سعودي عرب ترمينځ داړيکو دمضبوطولو او دعمومي امنيت او اقتصادي ترجيحاتو دودې لپاره په بيلا بيلو چارو دغږيدو هیله لري

اوسنو او پخوانيو چارواکو وويل دخپلې مور په ضد دشهزاده محمد بن سلمان دګامونو په اړوند دامريکايي استخباراتو اندازې په ډاګه کوي چې محمد بن سلمان اراده ښودلې چې ټول هاغه خنډونه دخپلې مخې څخه لرې کولى شي کوم چې په راتلونکي کې د هغه دبادشاه جوړیدو مخه نیولی شي.

دخپلې مور په ضد داخستل شوو ګامونو په اړه امريکايي چارواکي وايي چې دغه تر زياته وخته دباچا او ولس دواړو څخه پټ ساتل شوي وؤ

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG