لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان په جوماتونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړ اعلانونه شوي


د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې د جوماتونو امامانو د جمعې د لمانځه په وینا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ کړی او د غورځنګ د بریالیتوب لپاره یې دوعاوې کړې دي.

پر ټولنیزو رسنیو د واڼه د جامع جومات امام ډاکټر تاج محمد په یوه ویډیو کې لیدل کېږي، چې د جومات پر ممبر د پښتون ژغورنې غورځنګ پر ملاتړ خبرې کوي. هغه وايي:

"پینځلس کاله چې په چا باندې تکلیف تېر شي او داسې څوک نه وي چې زوی، ورور یا د کورنۍ څوک یې په تکلیف شوی نه وي. اوس چې دا کوم ځوانان را پورته شوي دي د دوی جذبه باید د سیمې د خیر او ګټې لپاره مثبته استعمال شي"

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر علي وزیر وي.او.اې ډیوه ته وویل، چې د پېښور جلسې لپاره به د هر کور دروازه ټکوي او د جوماتونو له امامانو به هم غواړي، چې خلک یې ملاتړ ته را وغواړي:

"له جوماتونو اعلانونه ډېر ضروري دي او د جوماتونو په لاوډسپیکرونو کې به خلک د ۲۵ مارچ جلسې ته را بلل کېږي، هر څوک- پرته له دې چې له کوم سیاسي او مذهبي ګوند سره تړاو لري- باید په دې جلسه کې ګډون وکړي"

په واڼه کې د جامع جومات ملا امام تاج محمد د جمعې د لمانځه وینا کوي. ۱۶ مارچ ۲۰۱۸
په واڼه کې د جامع جومات ملا امام تاج محمد د جمعې د لمانځه وینا کوي. ۱۶ مارچ ۲۰۱۸

څېړونکي وایي د پښتون ژغورنې غورځنګ چې په کوم خاص ګوند پورې تړاو نه لري او د ټولنې پر هره طبقه د ظلم په ضد را پورته شوی دی، نو ملایان هم چې د ترهګرۍ له جګړې اغېزمن شوي دي ضرور به د دې تحریک ملاتړ کوي. د پېښور پوهنتون د صنفي مطالعاتو د څانګې استاد پروفیسر دروېش اپریدی په دې اړه وایي:

"ترهګرۍ د هرې طبقې ژوند ګواښلی دی، که ملا دی که امي دی، که جماعتِ اسلامي دی که جمعیتِ علما دی دوی هم محفوظ نه دي، زموږ په مدرسو او جوماتونو کې هم چاودنې شوې دي، دا د ټول قام شریکه مسئله ده، علماوو ته د خلکو تمې دي، دوی به په دې کې خپل رول لوبوي ریښتیا به وایي او له قام سره به ملګری کېږي او که نه ملګری کېږي قام به دوی پرېږدي"

د غورځنګ یو بل فعال غړی محسن داوړ وایي، دوی ریښتیني هدفونه لري ځکه خو ټوله نړۍ د دوی ستاینه کوي او د ظلم په خلاف ورسره ملګرتیا کوي:

"کوم ظلم چې دلته شوی دی د دونیا یو قوت او اداره هم ورڅخه انکار نه شي کولای، نو د دونیا ټول قوتونه او تنظیمونه به له موږ سره خامخ متفق کېږي او راسره درېږي به چې موږ پر پاکستان فشار واچوو"

د جوماتونو ملا امامانو د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ په داسې وخت کې اعلان کړی، چې څو ورځې وړاندې د ږوب، کلاسیف الله او کوټې پولیس تاڼو د تحریک په وروستیو جلسو کې د ویناوالو په ضد د پاکستان پر پوځ او استخباراتي ادارو د نیوکو په تور مقدمې درج کړې.

خو د جمعې په ورځ په بلوچستان اسمبلۍ کې هم له پښتون ژغورنې غورځنګ سره ملاتړ څرګند شوی دی. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یوه مشر عبیدالله خان بایت د غورځنګ پر مشرانو د پولیسو مقدمې غندلې دي او ویلي دي چې منظور پښتین اوس د ټولو پښتنو ږغ دی او ګوند یې د هغه د غوښتنو کلک ملاتړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG