لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنرل باجوه: په پښتونخوا د فاټا د ګډېدو د مخالفینو تر شا بهرنی لاس دی


د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه ویلي دي، چې کوم خلک د فاټا اصلاحاتو او په خیبرپښتونخوا کې د قبایلي سیمو د ګډېدو مخالفت کوي، له هغوی سره بهرنۍ مرستې دي.

د قبایلي سیمې خیبر اېجنسۍ په لنډي کوتل سیمه کې له ځایي مشرانو سره د لیدو کتو په وخت د پوځ مشر وویل:

"د هېواد له استخباراتي ادارو سره کره معلومات دي، چې په قبایلي سیمو کې د قانوني اصلاحاتو او په خیبرپښتونخوا د ور ګډېدو مخالفت کوي، له هغوی سره خارجي مرستې دي"

د پوځ له مشر سره تر لیدو وروسته د قبایلي سیمې یوه مشر وي.او.اې ډیوه ته وویل، جنرل باجوه له دوی سره ژمنه وکړه، چې په قبایلي سیمو کې به پوځ په خپلو وسیلو د ترقۍ منصوبې پیل کوي.

دغه قبایلي مشر د جنرل باجوه له خولې وایي، چې که پوځ ته وفاقي حکومت مالي مرستې برابرې نه هم کړي، بیا به هم دوی په خپل سر د ځایي خلکو له غوښتنو سره سم د پرمختیا پروژې پیل کوي.

د قبایلي سیمو د اصلاحاتو بِل د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې منظور شوی، خو د دې هېواد سېنټ یې لا منظوري نه ده ورکړې.

حکومتي چارواکي او د فاټا له اصلاحاتو خبر سرتاج عزیز تېره اوونۍ وي.او.اې ډیوه ته ویلي، چې د سېنټ تر انتخاباتو وروسته به ډېر ژر د فاټا د اصلاحاتو پر ترمیمي بِل باندې کار پیل شي.

XS
SM
MD
LG