لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

راپور:افغان جګړه کې ښکېل اړخونه روغتیايي مرکزونه په نخښه کوي


په ماشومانو اؤ وسله والو شخړو څار لرونکي نړیوال سازمان “واچ لسټ “ویلي افغانستان کې دطالبانو،داعش اؤ افغان ځواکونو ترمینځ روانه جګړه کې روغتیايي مرکزونه اؤ مامورین په قصدي ډول په نخښه کیږي.

دغه سازمان وایي یوازې تیرکال افغان جګړه کې ښکېلو اړخونو د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې لږ تر لږه ۲۲ روغتیايي مرکزونو اؤ مامورینو باندې ۶۳ بریدونه کړي دي.

پخپل یو تازه راپور کې “واچ لسټ” ویلي په په روغتیایي مرکزونو ددغو بریدونو له امله د صحي اسانیو په ترلاسه کولو کې خنډان راپورته شوي اؤ په ځانګړي ډول ماشومان له دغه وضعیت څخه زیات اغیزمن شوي دي.

دواچ لسټ څیړنکاره اؤ ددغه راپور راجوړونکې کرسټائن موګهن وایي په د روغتیا په مزکزونو اؤ مامورینو بریدونو کې ماشومانو په نخښه کولی شي.

دهغې په وینا “ددغو بریدونو له امله ماشومانو ته د روغتیایي اسانیو رسؤل، دهغوئ دخوراک اړتیاوې پوره کول اؤ دعلاج وړ رنځونو ته پام ګرځول سخت نه بلکې ناممکن جوړیږي”

کرسټائن چې دخپلې څیړنې دپاره یې دافغانستان سفرونه هم کړي وایي د تیرو د دریوؤ کالو په مهال د وسله والو ډلو په جګړه کې د اغیزمن شوؤ ماشومانو شمیره سیوا شوې ده.

هغې پخپل راپور کې ویلي هغه ماشومان ې د خوراک دکمي سره مخ دي د دست دناروغۍ سره مخ دي خو که چرې دوئ ته په وخت واکسین ورسیږي نو دوئ د یو شمیر ناروغیو لکه پولیو اؤ شري څخه خوندي کیدلی شي.

راپور کې وړاندیز شوی چې افغانستان کې دې ملګري ملتونه د ماشومانو روغتیايي وضعیت ته دخپلې ډلې پام ور وګرځوي اؤ ددې ترڅنګ یې په افغان دولت هم ټینګار کړی چې په روغتیایي مرکزونو کې دشوؤ بریدونو پلټنې وکړي اؤ په دغو بریدونو کې ککړو مجرمانو ته د سزاګانو ورکولو دپاره ګامونه واخلي

XS
SM
MD
LG