لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پخوانی پوځي امر پرویز مشرف محکمې ته مخ کیږي


Prevez Musharaf, former Pakistani president

دپاکستان دیوې ځانګړې محکمې لخوا د پخواني پوځي امر جنرال ریټائرډ پرویز مشرف دنیولو دامر نه وروسته پرویز مشرف خپل هیواد ته دستنیدو اؤ محکمې ته د وړاندې کیدلو پریکړه کړې ده .

دپرویز مشرف وکیل دکورنیو چارو وزارت ته ویلي چې مشرف محکمې ته مخ کیدل غواړي خو هغه ته باید امنیت ورکړل شي.

دکورنیو دچارو د وزیر احسن اقبال وینا ده حکومت دمشرف لخوا هیواد ته د راستنیدلو د باور ترلاسه کولو وروسته ټولې ادارې د هغه په ضد دګامونو اخستلو نه منعې کړي دي.

دپاکستان په پخواني صدر پرویز مشرف ځانګړې محکمه کې دغدارۍ مقدمه روانه ده چې له دې وړاندې پکې محکمې د هغه دټولو جائیدادونو اؤ بانکي حساباتو د منجمد کولو امر هم کړی ؤ.

تیره ورځ دغه محکمې دکورنیو چارو وزارت ته امر کړی ؤ چې د پرویز مشرف دشناختي کارډ اؤ پاسپورټ منسوخولو دپاره ګامونه واخلي اؤ که هغه محکمې ته نه حاضریږي نو د انټرپول یا نړیوالو پولیسو دلارې دې ونیول شي اؤ محکمې ته دې راوستل شي.

محکمې ددغه امر نه وروسته دپرویز مشرف وکیل میجر ریټائرډ اختر شاه د کورنیو چارو وزارت ته خواست کړی چې پرویز مشرف غواړي محکمې ته مخ شي خو حکومت باید دهغه امنیت ونیسي.

اسلام اباد کې خبریالانو ته د پاکستان دکورنیو چارو وزیر ویلي د وکیل په خواست اړونده ادارې دمشرف په ضد دګامونو اخستلو څخه منعې کړل شوي خو که پرویز مشرف تر یوې اوونۍ هیواد ته راستون نه شو نو بیا به د محکمې په امر عمل کولی شي.

اخوا دپخواني پوځي مشر د ګوند ال پاکستان مسلم لیګ صدر ډاکټر امجد میډیا ته ویلي چې پرویز مشرف پریکړه کړې چې یوه نیمه یا دوؤ میاشتو کې به هیواد ته راستون شي.

په پخواني پوځي امر پاکستان کې دائین ماتولو اؤ په حکومت تر ۱۱ؤ کالو دقبضې کولو تر څنګ دپخواني بلوڅ مشر نواب اکبر بګټي د وژنې مقدمې هم روانې دي.

په پاکستان کې زیاتره وخت په محکمو نیوکې کیږي چې دپوځي جنرالانو په ضد دپریکړو کولو څخه ویریږي خو څیړونکي وایي چې که پرویز مشرف ته په دې مقدمو کې د محکمې لخوا سزا ورکړل شي نو دا به د پاکستان په تاریخ کې یو نوی باب رقم شي

XS
SM
MD
LG