لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې بیا ځانمرګي برید مرګ ژوبله واړؤله


چارواکي وایي د افغانستان پلازمینه کابل کې د شنبې په سحر یو ځانمرکي برید شوی چې پکې دوه کسان وي شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

په تیرو دوؤ اوونیو کې په کابل کې دا دریم ځانمرګي برید دی چې ګڼو عامو خلکو پکې خپل ژوند دلاسه ورکړی .

دافغانستان دکورنیو چارو د وزارت ویاند ښاغلي نجیب دانش دشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي دغه برید دکابل په نهمه حوزه کې د یو امنیتي شرکت ودانۍ ته نزدې شوې ده .

هغه ومنله چې په چاودنه کې دوه ملکي کسان وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

د برید پړه تر دې مهاله چا پغاړه نه ده اخستې خو د کورنیو چارو د وزارت ویاند وایي چې دپیښې په اړوند پلټنې پیل شوي دي.

له دې وړاندې په نهم مارچ هم دکابل په شپږمه حوزه کې دافغانستان دیو پخواني سیاسي مشر عبدالعلي مزاري دتلین ددستورې په مهال یو ځانمرګي برید کې ۱۰ کسان وژل شوي اؤ ۱۴ نور ژوبل شوي وؤ .

ددغه برید پړه القاعده په غاړه اخستې وه

همدغسې په دوهم مارچ هم کابل کې یو ځانمرګي برید شوی ؤ چې یو ماشوم پکې خپل ژوند دلاسه ورکړی ؤ اؤ څلور تنان پکې ژوبل شوي دؤ.

دافغان اولسمشر اشرف غني د روانې میاشتې په پیل کې طالبانو ته د سولې د وړاندیز کړې ؤ چې دهغې نه راپدیخوا دافغانستان دننه په ځانمرګي بریدونو اؤ په امنیتي سرتیرو حملو کې زیاتوالی لیدل شوی .

افغانستان کې په امنیتي ځواکونو اؤ عامو خلکو د کیدونکو زیاتره بریدونو پړه طالبان پغاړه اخلي.

افغان چارواکي دطالبانو دمرستې تور په پاکستان لګوي اؤ وایي پاکستان پخپله خاوره کې طالبانو اؤ دحقاني ډلې ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي چې له دغه ځایه ورانکاري افغانستان کې دترهګرۍ پلانونه عملي کوي.

خو پاکستان دافغان دولت دغه تورونه بې اساسه بلي اؤ دعوه کوي چې په طالبانو اثر نه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG