لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دامریکايي اؤ افغان ځواکونو هوایي بریدونو کې۷۰داعشیان اؤ طالبان وژل شوي


چارواکي وایي د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د امریکایي جنګي الوتکو په یو برید کې دداعش ۳۷ ترهګر اؤ دافغان ځواکونو په عملیاتو کې ۳۳ طالبان وژل شوي دي.

په افغانستان کې د داعش اؤ طالبانو په ضد دامریکايي اؤ افغان ځواکونو په عملیاتو کې وروسته له هغې چټکتیا لیدل شوې چې طالبان د افغان دولت د سولې په وړاندیز غلي پاتې شول.

دافغانستان دیو شخصي ټي وي د راپور له مخې دافغانستان د جوزجان ولایت د والي ویاند محمد رضا غفوري مطبوعاتو ته منلې چې دجمعې په ورځ امریکايي جنګي الوتکو دداعش دترهګرو په ځالو بریدونه کړي چې پکې ۳۷ داعشیان وژل شوي دي.

د والي ویاند دعوه کړې چې په دغو عملیاتو کې امریکايي ځواکونو د داعش د یو مهم کمانډر په ګډون ۱۰ ترهګر ژوندي هم نیول شوي دي.

ویاند وویل امریکايي الوتکو دغه بریدونه په درزاب اؤ خوش تپه اولسوالیو کې د داعش د ترهګرو په مرکزونو کړي دي.

هغه دعوه کړې ده چې بریدونو کې د داعش درې مرکزونه هم له مینځه وړل شوي دي.

ښاغلي غفوري ویلي په عین حال کې دجوزجان درزاب اؤ بلچراغ اولسوالیو ترمینځ سیمه کې د طالبانو په یو برید کې هم دداعش ۱۲ جنګیالي وژل شوي اؤ ۱۷نور ژوبل شوي دي.

اخوا دافغانستان ددفاع وزارت لخوا په یو بیان کې دعوه شوې چې په هلمند اؤ اروزګان ولایتونو کې دافغان هوایي ځواکونو په بریدونو کې ۳۳ ترهګر وژل شوي دي.

د ددفاع وزارت وایي دغه عملیات تیره ورځ د ارزوګان په چوره اؤ د هلمند په نادعلي اؤ مارجې اولسوالیو کې شوي دي.

دافغانستان اولسمشر اشرف غني د روانې میاشتې په پیل کې طالبانو ته وړاندیز کړی ؤ چې که هغوئ دسولې دبهیر سره یو ځایې شي نو دولت به نه یوازې ټولټاکنو کې دبرخې اخستو موقعه ورکړي بلکې په نورو امتیازاتو به یې هم ونازوي خو طالبانو دغه وړاندیز باندې ځان غلی کړی اؤ په افغانستان کې یې خپلو ترهګریزو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

په روانه میاشت کې طالبانو اؤ داعش په پلازمینه کابل کې درې ځانمرګي بریدونه کړي چې پکې خواوشا ۲۰ کسان وژل شوي اؤ په لسګونو نور ژوبل شوي دي.

افغان دولت دولت اؤ ناټو په دې وروستیو کې ویلي چې طالبان اؤ داعش به د جګړې په میدان کې وځپي اؤ دې ته به یې مجبوره کړي چې دجګړې څخه لاس واخلي.

XS
SM
MD
LG