لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پیښور کې دحافظ سعید دجماعت الدعوه اؤ فلاح انسانیت دفترونه تړل شوي،


دپنجاب نه وروسته دخیبرپښتونخوا صوبې حکومت هم په پیښور کې دحافظ سعید د ناچله ګرځول شوؤ ډلو جماعت الدعوه اؤ فلاح انسایت دفترونه تړلي اؤ دهغې واک یې پخپل لاس کې اخستی.

ډاڼ ورځپاڼې د خالي په ورځ د پیښور د ضلعي انتظامیې له خولې ویلي چې دجماعت الدعوه اؤ فلارح انسانیت فاوڼډیشن دفترې د پولیسو اؤ نورو قانون پځایې کوونکو ادارو په مرسته تړل شوي اؤ دهغوئ درې مدرسې اؤ دوه جوماتونه د اوقافو محکمې ته په واک کې ورکړل شوي دي.

له دې وړاندې دپنجاب په ځینو ښارونو کې هم د جماعت الدعوه څو دفترونه تړل شوې وؤ اؤ مدرسې یې حکومت پخپل واک کې اخستې وې.

دجماعت الدعوه نوم د ملګرو ملتونو لخوا په ترهګرو ډلو کې اچول شوی چې دهغې وروسته دپاکستان حکومت په اولس غږ کړی چې دغه ناچله ګرځول شوې ډلې ته دې چندې یا نورې مرستې نه ورکوي.

دجماعت الدعوه یو غړي ملک ندیم اعوان ډان ورځپاڼې ته ویلي چې دخیبرپښتونخوا حکومت دفترونه تړلي اؤ دفلاح انسانیت ایمبولینسونه یې ضبط کړي دي.

د جماعت الدعوه په مشر حافظ سعید باندې تور دی چې په کال ۲۰۰۸ کې یې د هندوستان د ممبي په برید کې چې ۱۶۶ کسان پکې وژل شوي وو لاس درلود.

امریکا او هند تور لګوي چې جماعت الدعوه ډله د لشکر طیبه بل نوم دی چې په دغو بریدونو کې مسوله ګڼل کیږي.

د امریکا او د ملګروملتونو له اړخه ددغو چاودنو په تور حافظ سعید نړیوال ترهګر ګرځول شوی او په سر یې د لس میلیونو ډالرو انعام هم ټاکل شوی.

ددغه فشار له امله دپاکستان مرکزي حکومت حافظ سعید د شاخوا لسو میاشتو لپاره په خپل کور کې نظربند ساتلی و خو د نومبر په میاشت کې عدالت د هغه د خوشې کولو حکم وکړو.

حافظ سعید په عدالت کې هغه صدارتي امر یا ارډېننس هم چلنج کړی و چې د ملګروملتونو له خوا د ناچله ګرځول شوؤ ډلو په ضد په پاکستان کې د عملیاتو لپاره خپور شوی و.

دغه دغه امر لاندې په پېرس کې کېدونکي د فایننشل اېکشن ټاسک فورس له غونډې څخه وړاندې جاري کړای شوی و چې د رپوټونو له مخې مقصد یې د ترهګرو پرضد د ګامونو د نه پورته کونکو هېوادونو په نوملړ کې د پاکستان د نوم له شاملولو څخه ګرځول و.

د پاکستان نوم به اوس روان کال په جون کې په دغه نوملړ کې شامل کړای شي.

د ناقدینو وینا ده چې کچېرې د حافظ سعید او ددوي د ډلو پرضد څخه کوټلي ګامونه پورته نشي نو پاکستان نور هم له سختو ستونزو سره مخ کېدای شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG