لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مومند ايجنسي: د پوليو درې بې درکه شوي کارمندان بيرته راغلي


په قبايلي سيمه مومند ايجنسۍ کې د شنبې/ خالي په ورځ چې د پوليو د کمپاين د څار په ډله وژونکی بريد شوی دوه تنه پکې وژل شوي او درې بې درکه شوي يا تښتول شوي وو، چارواکي وايي بې درکه درې واړه کسان بيرته راغلي دي.

د مومند ايجسنۍ د پوليټيکل انتظامیي يو چارواکي وي او ای ډیوه سره په خبرو کې پخلی کړی چې پرون د وسله وال بريد په مهال بې درکه شوي درې واړه کسان روغ بيرته راستانه شوي دي.

چارواکي وايي پرون ماښام چې د مومند ايجنسۍ په ساپو تحصيل کې د پوليو د کمپاين د څار په ډله کوم بريد شوی په وژونکي بريد کې په نخښه شوي کسان ازاد څارونکي وو.

د چارواکو په وېنا په علاقه کې د پوليو پرضد د څاڅکو کمپاين د مارچ د ۱۲م نه ۱۵ پورې سرته رسېدلی خو دغه ډله د کمپاين وروستو علاقې ته ورغلې چې مالوم کړي کمپاين په څه ډول خپل عملیات ترسره کړي دي.

خو دغه ډله بيرته د ستنېدو په مهال د ساپو تحصيل په کندهارو علاقه کې د برید لاندې راغلې ده.

چارواکي وايي په بريد کې هدف شوي کارمندان ټول ځايي خلک دي.

د پېښې وروستو د ملېشې ځايي ځواکونو په پراخه کچه د لټون عمليات پېل کړي دي چې تراوسه دوام لري، خو په دغه اړوند څه نه دي ويل شوي چې په عملياتو کې کومې ګرفتارۍ هم شوي دي.

د مومند ايجنسۍ د ساپو تحصيل هغه سيمه ده چې تېر څو کاله وړاندې د تندلارو وسله والو مرکز پاتې شوی خو په سيمه کې د پوځي عملیاتو وروستو د علاقې پاکولو ادعا شوې وه.

که څه هم په مومند ايجنسۍ کې امن پرځای کړی خو دغلته وخت په وخت د بدامنۍپېښې رامنځته کيږي چې پکې ځايي مشران او د امنيتي ادارو چارواکي او سرتيري په نخښه کيږي.

XS
SM
MD
LG