لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې بيا په پاکستان د طالبانو او حقاني شبکې پرضد دنورو عملياتو غږ کړی


د امريکې مرستیال صدر مايک پنس د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ته ويلي، اسلام اباد دې د طالبانو او حقاني شبکې ترڅنګ د نورو ترهګرو پرضد غوڅ عمليات وکړي.

اې اېف پي د سپينې ماڼۍ د شنبې د ورځې د بيان ترمخه ویلي،"مرستيال صدر مايک پنس بيا د صدر ډانلډ ټرمپ د پاکستان په حکومت هغه ټينګار تکرار کړی چې په خپله خاوره د موجودو طالبانو، حقاني شبکې او نورو ترهګرو پرضد بايد نور عمليات وکړي".

ښاغلي پنس ويلي پاکستان کولی شي او بايد د نزدې نه د امريکا سره کار وکړي خو واشنګټن وايي اسلام اباد تراوسه داسې پرېکړه نه ده کړې چې د طالبانو ملاتړ پرېږدي.

د ډان ترمخه د جمعې په ورځ مايک پنس شاهد خاقان عباسي سره د ليدنې وروستو خبريالانو سره په خبرو کې اسلام اباد ته خبرداری ورکړی چې د پولې پورې غاړې پاکستان نه په افغانستان کې د بريدونو مخه ونيسي کنه امريکا تياره ده چې په افغانستان کې خپل ځواکونه خوندي کړي.

نوموړي ويلي دا اوس د پاکستان خوښه ده چې په راتلونکې کې امريکې سره کوم ډول اړیکې غواړي.

امريکا او افغانستان تور لګوي چې پاکستان په خپله خاوره طالبانو، حقاني شبکې او نورو ترهګرو ته ځای ورکړی او د دغه ځايه د پولې پورې غاړې په افغانستان کې ترهګري کوي خو پاکستان دغه تورونه ردوي.

د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د امریکا په يو ورځني سفر کې امريکايي چارواکو ته باور ورکړی چې پاکستان په افغانستان کې سوله غواړي او د ترهګرو ملاتړ نه کوي.

پاکستان د تېر کال راهسې د افغانستان په اړوند د امريکا د فشار سره مخ دی.

د امريکې صدر ډانلډ ټرمپ د تېر کال اګست په مياشت کې د سويلي اسيا او افغانستان دپاره اعلان کړې تګلاره او بيا د روان کال په لمړۍ ورځ ټويټ کې په پاکستان سختې نيوکې کړې وې چې پاکستان د امريکې نه په ملينونو ډالره اخستي خو په خپله خاروه يې ترهګر ساتلي دي.

ښاغلي پنس د دسمبر په وروستيو کې د افغانستان د يو ناڅاپي سفر په مهال ويلي ؤ، "پاکستان د اوږدې مودې پورې طالبانو او نورو ترهګرو ته پناه ځايونه ورکړي خو دغه ورځې نورې لاړې".

هغه ويلي ؤ " صدر ټرمپ خبرداری ورکړی که پاکستان د امريکې سره همکاري نه کوي، او څنګ چې صدر ټرمپ وايي زه هم وايم پاکستان به د ترهرګرو او جنايت کارو په ساتلو ډېر څه د لاسه ورکړي".

د امريکې د فشار وروستو د دواړو هېوادونو او افغانستان ترمنځ د لوړ پوړو چارواکو سفرونه هم شوي خو امريکايي چارواکي وايي پاکستان د افغانستان په اړوند په خپله رويه کې بدلون نه دی راوستی.

په وروستيو کې افغان صدر اشرف غني په پاکستان غږ کړی چې د افغانستان سره مزاکراتو ته کښېني او پرون د شنبې/ خالي په ورځ د پاکستان د ملي امنیت سلا کار ناصر جنجوعه د کابل سفر کړی اشرف غني سره یې په دوه اړخيزه اړيکوخبرې اترې کړي دي.

او ښاغلي غني د پاکستان وزيراعظم ته د کابل د سفر بلنه هم ورکړې ده.

څيړونکي وايي د پاکستان او افغانستان تاؤژنې اړیکې ښې کېدی شي خو که په يو بل يې بې باوري ختمه شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG