لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فاټا او پښتونخوا يوځاې کېدو وروستو به شمالي او جنوبي پښتونخوا يو ځاې کوو، اسفنديار


د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان وايي، " چې د فاټا او پښتونخوا ترمنځ کرښه به ورانيږي او چې کله دا کرښه ورانه شي بيا به د شمالي او جنوبي پښتونخوا ترمنځ کرښه ورانوؤ"، هغه وويل افغانستان او پاکستان دې د وروڼو په شان کښېني او خبرې دې وکړي.

په نوښار کې د خپل ګوند غونډې ته په وېنا کې اسفندیار وويل، پښتون په پاکستان کې يُو کوؤ چې پښتون ته د خپلې برخې حق ترلاسه کيږي.

نوموړي د نوم اخستو پرته وويل چې دوه کسانو ته د فاټا د خېبرپښتونخوا سره په يو ځاې کېدو ډېر تکليف دی "او زه ترې تپوس کوم چې د انګرېزانو د جوړې کرښې تحفظ تاسو ته د کوم ځای نه په ميراث کې مېلاؤ شو".

د پښتون ملت پاله ګوند پښتونخوا مېپ مشر محمود خان اچکزی او د جمعيت علمااسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وايي د قبايلي سیمې د راتلونکې په اړه پرېکړه دې د فاټا د خلکو نه په تپوس وشي.

د افغانستان او پاکستان د اړيکو په اړوند اسفنديار ولي خان وويل بايد د دواړو ملکونو اړيکې د وروڼو په شان وي "ځکه چې دواړه وروڼه دي"، ځکه د دواړو امن د يو بل سره تړلی دی او پرمختګ يې په يو بل پورې غوټه دی.

هغه زياته کړه پکار ده چې دواړه يو بل سره کښېني او د وروڼو په شان خپلمنځي غلط فهمۍ د مينځه لرې باسي.

اسفنديار وويل چې په چين ـ پاکستان اقتصادي راهدراۍ (سي پېک) کې به د پښتنو د حقونو تحفظ په ځان فرض ګڼو او چې څوک پکې اخوا دېخوا کوي ګرېوان ته به يې لاس اچوؤ.

نوموړي د سېنېټ په تازه انتخاباتو سختې نيوکې وکړې چې څنګه سوداګانې پکې وشوې هغه په خېبرپښتونخوا صوبه کې د تحريک انصاف ګوند په حکومت هم ټکونه وکړه.

هغه وویل که د قامي او صوبايي اسمبليانو انتخابات په ټاکلي وخت په سوتره طريقې سره ترسره شو "زه ادعا کوم که انسانانو ووټ ورکړو په صوبه کې د عوامي نيشنل ګوند نه څوک نشي ګټلی خو که پيريان او فرشتې راغلې نو د هغو مقابله بيا زمونږ په وس کې نه ده".

نوموړي د جماعت اسلامي او جمعيت اسلام (ف) د نوم اخستو پرته په دواړو ګوندونو نيوکې وکړې چې متحده مجلس عمل د اسلام دپاره نه د کرسۍ دپاره جوړوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG