لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نقيب مسيد د وژنې د مقدمې اورېدنه نن کيږي


په کراچۍ کې د پوليس په جعلي مقابله کې وژل شوي ځوان نقيب الله مسيد د وژنې د مقدمې اورېدنه نن په ستره محکمه کې کيږي.

د سندهـ صوبې د پوليسو مشر (ايي جي پي) الله ډنو خواجه به د نقيب الله مسيد په وژنه تورن پخواني پوليس افسر راؤ انوار د نيولو په اړوند عدالت ته رپورټ وړاندې کوي.

د سترې محکمې د مشر قاضي میا ثاقب نثار په مشرۍ درې کسيزه بېنچ چې د خپل ځاني نوټس اخستونکې مقدمې اورېدنه کوي، د جمعې د ورځې په اورېدنه کې عدالت پولیس افسر خواجه ته د دوه ورځو وخت ورکړی چې د راؤ انوار په اړوند رپوټ عدالت ته وړاندې کړي.

د صوبې د پوليس مشر ښاغلي خواجه د جمعې په ورځ ويلي ؤ د راؤ انوار په اړوند به دوه، درې ورځو کې پرمختګ وشي.

د راؤ انوار په مشرۍ پوليس ډلې د جنورۍ په ۱۳م نېټه د کراچۍ په شالطيف ټاؤن سيمه کې نقيب الله مسيد سره د درېو ملګرو په مقابله کې وژلی او ترهګر يې ورته ويلي ؤ خو د نقيب کورنۍ دغه ادعا رد کړې او بيا د پوليس پلټنيزې ډلې دا مقابله جعلي ګرځولې وه.

د نقيب الله مسید د ماورای عدالت وژنې پرضد په ګرد هېواد کې احتجاجي مظاهرې شوې او سترې محکمې د مسيد په وژنه خپل ځاني نوټس اخستی ؤ.

د نقيب الله مسيدد پلار محمد خان په مدعيت په راؤ انوار او هغه سره پوليس ډله باندې مقدمه درج شوې او د ۲۳م جنورۍ نه راؤ انوار سره د پوليس ملګرو پټ دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG