لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان جګړې ګټلو په ځاې دې د ختمولو فکر وشي، اشرف غني


د افغانستان صدر اشرف غني د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ناصر جنجوعه سره په ليدنه کې ويلي د افغان "جګړې د ګټلو په ځاې دې د دې په ختمولو فکر وشي".

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه د (ر) لفټننټ جنرال ناصرجنجوعه د دفتر نه د يکشنبې/ اتوار په ورځ جاري شوي بيان کې دغه خبره شوې ده.

ويل شوي افغان صدر د پاکستان نه هيله څرګنده کړې چې او ويلي يې دي، "مونږ د طالبانو سره د سولې د خبرو په لړ کې سنجيده ګامونه پورته کړي او مونږ بايد تېر وخت هېر کړو او ښه اړيکو قدم واخلو".

د اشرف غني او جنجوعه ترمنځ ليدنې په اړه ارګ د شنبې/ خالي په ورځ خپل بيان کې ويلي ؤ، " دواړو غاړو د افغانستان له‌ خوا طالبانو ته د سولې په وړاندیز او پاکستان سره د هر اړخیزو مذاکراتو په پیل او څرنګوالي بحث او خبرې وکړې".

د دې ترڅنګ "په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیمه ‌ییز اتصال او سیمه‌ ییزو همکاریو پر اهمیت او ګټو د بحث تر څنګ د جرمي اقتصاد او تروریستي شبکو په فعالیت او هغو سره د مبارزې په لارو چارو هم خبرې وشوې".

د پاکستان ملي امنيت د سلاکار د دفتر په بيان کې ويل شوي اشرف غني ويلي چې "مونږ بايد په تېر وخت کې بنديان پاتې نشو خپل راتلونکی خوندي کړو د دې هدف سره چې جنګ ونه ګټو بلکې ختم يې کړواو د دې دپاره افغانستان د پاکستان مرستې ته اړتيا لري".

ښاغلي غني په دې ټينګار کړی چې پاکستان سره د اړيکو مخ په وړاندې بوتلو دپاره کوټلې تګلاره جوړه شي او په دغه موخه يې د پاکستان وزيراعظم شاهدخاقان عباسي ته د کابل د رسمي سفر بلنه ورکړې ده.

جنجوعه د خپل وزیراعظم په بللو د اشرف غني مننه کړې او د هغه د سولې وړانديز ته يې د اوږدې مودې د جګړې تیارې ته رڼا ويلې ده.

هغه ويلي د ګټې په ځای د شخړې ختمولو خبره سمه مخه ده.

د بيان ترمخه جنجوعه د خپل افغان سيال حنیف اتمر سره هم ليدلي او د سیاست ترڅنګ د اقتصاد او امنيت په برخو کې دوه اړخيزه اړيکو ته د ودې ورکولو په اړوند يې خبرې اترې کړي دي.

په وروستيو کې د کابل پروسې په دوېم کانفرنس کې هم افغان صدر اشرف غني په پاکستان غږ کړی، چې "مونږ بیا هم، د پاکستان له دولت سره د هر اړخیزې سولې مذاکراتو ته چمتو او حاضر یو چې تېرې ترخې تجربې هېرې او نوی باب پرانیزو".

ښاغلي غني په طالبانو هم د سولې د خبرو غږ کړی ؤ، کوم ته چې د طالبانو رسمي غبرګون تراوسه مخې ته نه دی راغلی.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ په لوړ پوړې کچه ليدنې او يو بل سره د خبرو لړۍ ته د دوام ورکولو پرمختګ په داسې حال کې شوی چې پاکستان د افغانستان په اړوند د تېر کال اګست د میاشتې راهسې د امريکا د فشار لاندې دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG