لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جلال اباد: د ګلبدین حکمتیار تر غونډې وروسته بمي برید د هغه څلور پلویان وژلي


د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د حزب اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار غونډې ته څېرمه د هغه پر پلویانو بمي برید شوی، چې څلور کسان پکې وژل شوي او شاوخوا لس پکې ټپیان شوي دي.

چاودنه تر ولسي غونډې لس مینټه وروسته په یوه موټرسایکل کې د ښخ شوي بم په وسیله شوې، خو د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار او د ګوند نورو مشرانو ته یې پکې کوم زیان نه دی رسېدلی.

افغان چارواکي وایي د ګل- دوشنبې په غرمه د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د ښار په یوه لوی فوټبال لوبغالي کې ولسي غونډې ته وینا وکړه او کله چې غونډه پای ته ورسېده، د ګوند پلویان یې په یوه کاسټر بس کې ستنېدل، چې له بهسودو پله سره ځای پر ځای شوی بم ورباندې وچاودېد او هغوی ته یې مرګ ژوبله واړوله.

حکمتیار په ۲۰۱۷م کال له افغان حکومت سره د پخلاینې او روغې جوړې په نتیجه کې کابل ته را ستون شو.
حکمتیار په ۲۰۱۷م کال له افغان حکومت سره د پخلاینې او روغې جوړې په نتیجه کې کابل ته را ستون شو.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وي.او.اې ته ویلي، چې په چاودنه کې وژل شوي او ټپي کسان- چې ماشومان هم پکې شامل دي- د حزب اسلامي ګوند پلویان وو، ځکه چې وایي پر کاسټر بس یې د ګوند بیرغونه هم لګېدلي وو.

د دې برید ذمه تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو په ننګرهار ولایت کې په دې وروستیو کې داعش وسلواله ډله ډېره فعاله ده او طالبان هم پکې وخت په وخت وسلوال بریدونه کوي.

ګلبدین حکمتیار د ۱۹۹۰م کلونو په لسیزه کې د کورنیو جګړو په مهال د لنډې مودې لپاره د افغانستان وزیراعظم پاته شوی او ګوند یې له ۲۰۰۱م کال را وروسته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په ضد وسلواله جګړه کوله، خو په ۲۰۱۷م کال له افغان حکومت سره د پخلاینې او روغې جوړې په نتیجه کې کابل ته را ستون شو.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG