لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هند ۵۰۳ پاکستانیانو ته د زیارتونو لپاره ویزې ور نه کړې


هند هغو ۵۰۳ تنه پاکستانیانو ته ویزه ور نه کړه، چې غوښتل یې د هند د مشهور صوفي خواجه معین الدین چشتي پر مزار په کالني عرس کې برخه واخلي.

د هند حکومت دوی پاکستاني وګړو ته هر کال تر قانوني لارو چارو وروسته په دې عرس کې د برخې اخیستو اجازه ورکوي، خو وایي اوسنيو حالاتو ته په پام یې چې د هغوی په اړه لازم او کره امنیتي شواهد نه لرل نو اجازه یې ور نه کړه.

د هند د راجستان ایالت په اجمیر شریف ښار کې د خواجه معین الدین چشتي په دربار کې د هغه د ۸۰۸م تلین دغه عرس د مارچ په ۱۹مه پیل شوی چې د مارچ تر ۲۷مې پورې نهه ورځې به دوام ولري او د هند په شمول به د نړۍ له بېلابېلو برخو زرګونه زیارت کوونکي پکې برخه اخلي.

پاکستان خپلو وګړو ته د هند د ویزو پر نه ورکولو خفګان څرګند کړی او دا یې د دواړو هېوادونو تر منځ له شوي تړون څخه سرغړونه بللې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغو پاکستاني وګړو د هغه تړون په اساس سفر کاوه، چې په ۱۹۷۴م کال کې د هند او پاکستان تر منځ لاسلیک شوی دی او مقصد یې په یوه بل هېواد کې د مذهبي مزارونو زیارت کول دي.

ډاکټر محمد فیصل دا هم ویلي چې ۱۹۲ نورو پاکستاني وګړو هم غوښتل چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې په ډیلي کې د یوه بل مشهور صوفي حضرت خواجه نظام الدین اولیا پر مزار په عرس کې برخه واخلي، خو وایي هند ورته ویزې ور نه کړې.

د دغو دواړو هېوادونو له خوا وخت په وخت ورته ګامونه اخیستل شوي دي، چې له امله یې د دواړو هېوادونو خلکو ته د خپلو مذهبي مراسمو په تر سره کولو کې ستونځې پېښې شوې دي.

د ۲۰۱۷م کال په پیل کې هم چې هند په ډیلي کې خواجه نظام الدین اولیا پر مزار د عرس لپاره پاکستاني زیارت کوونکو ته اجازه ور نه کړه، نو په نتیجه کې یې پاکستان هم په تېره فبرورۍ میاشت کې ۲۰۰ هغو هندوانو ته اجازه ور نه کړه، چې غوښتل یې په پاکستان کې په خپلو مذهبي مراسمو کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG