لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېمنسټي انټرنېشنل: د پښتون تحریک د بدنامۍ لپاره پر پښتین او ملګرو یې مقدمې جوړې شوي


د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنسټي انټرنیشنل د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پښتین او د تحریک د نورو مشرانو خلاف د مقدمو د زر تر زره ختمولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي په پاکستان کې پښتانه له منظم تعصب او د انساني حقونو له سرغړونو سره مخ دي.

د گل- دوشنبې په ورځ په خپل بیان کې اېمنسټي پر ولس غږ کړی چې په انګرېزي، اردو او خپلو مورنیو ژبو کې په لیکلې بڼه له پاکستاني چارواکو نه د منظور پښتین او د هغه د ملګرو په ضد د مقدمو ختمولو غوښتنه وکړي.

بله دا چې د پښتون تحفظ موومنټ د بیان د ازادۍ او د پرامنه غونډو د حقونو احترام دې وشي او خوندي دې وساتل شي.

اېمنسټي پر خلکو ټینګار کوي چې د داسې قانون لپاره دې هم غوښتنه وکړي، چې د بشري حقونو او د بشري حقونو د غوښتونکو د تحفظ ضمانت ورکړي، هغه ټول قوانین له منځه یووړل شي چې د بیان د ازادۍ، پرامنه غونډو او د قانوني فعالیتونو د مخنیوي لپاره کارول کېږي.

اېمنسټي وایي داسې ښکاري چې د غورځنگ د مشرانو خلاف د پولیس مقدمې د پښتنو د حقونو دپاره غږ پورته کوونکي تحریک د بدنامولو او د غورځنگ مشرانو له خپلو حقونو نه د محرومولو کوښښ دی.

بیان وايي پي ټي ایم یا پشتون پروټیکشن مومنټ تر دا وخت یو پرامنه تحریک پاتې شوی دی چې د پښتنو د برابرۍ غوښتنه کوي.

د بلوچستان پولیس د دې میاشتې په ١٣ مه نېټه په کلا سیف الله کې د پي ټي ایم د جلسو وروسته د منظور پښتین، حاجي هدایت الله، علي وزیر، خان زمان کاکړ او نواب ایاز خان جوگېزۍ خلاف د اړي گړي او د مختلفو ډلو ترمنځ د دښمنۍ راپارولو په الزام مقدمې درج کړې.

د پي ټي ایم د مشرانو خلاف په ژوب او کوټه کې هم پولیس کېسونه درج کړي دي خو اېمنسټي په خپل بیان کې د دغو مقدمو ذکر نه دی کړی.

اېمنسټي انټرنیشنل وايي پي ټي ایم په کراچۍ کې د نقیب الله مسید د وژل کیدو وروسته مخې ته راغلو. اداره وايي نقیب الله مسید پولیسو له عدالتي چوکاټه بهر په داسې حال کې ووژلو چې پر هغه یې له طالبانو سره د تړون تور ولگاوه.

اېمنسټي انټرنیشنل وايي د پولیسو د یو لوړ پوړي افسر په مشرۍ کې یوې تحقیقاتي ډلې دا خبره ثابته کړې ده نقیب الله مسېد د کومې وسلوالې ډلې سره تعلق نه لرلو.

اداره وايي پي ټي ایم تیره میاشت په اسلام آباد کې د پښتنو د حقونو دپاره لوېه جلسه وکړه او ددې ورسته یې د هېواد په بیلا بیلو برخو کې پرامنه مظاهرې کړې دي او د "برابرۍ او د انصاف" دپاره یې غږ پورته کړی دی.

اېمنسټي د خپل بیان نقلونه د بلوچستان اعلا وزیر ميرعبدالقدوس بزنجو، د بلوچستان د پولیس مشر معظم جاه انصاري او د پاکستان خارجه سیکرېټري تهمینه جنجوعه ته لیږلي دي.

ادارې د مطبوعاتو نه غوښتنه کړې ده چې دا بیان دې په انگریزۍ، اردو او نورو ژبو کې دې خپور کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG