لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اصغر ستانکزی د متحده عرب اماراتو پرضد مهمه لوبه کې بيرته لوبډلې ته راغلی


 Asghar Stanikzai
Asghar Stanikzai

د کرکټ د خبرونو خبري پاڼې کريک انفو ويلي د افغانستان د کرکټ لوبډلې کپتان اصغر ستانکزی بيرته لوبډلې کې شامل شوی دی.

که څه هم د متحده عرب اماراتو پرضد نن لوبېدونکې ۱۱ کسیزه ډله کې د نوموړي نوم نشته خو کريک انفو ويلي اصغر د افسر ځاځي په ځاې لوبډله کې شامل شوی دی.

خو دا کره او تفصيلي مالومات نه دي ورکړل شوي چې هغه به نن د متحده عرب اماراتو پرضد د لوبډلې برخه وي.

اصغر ستانکزی د اپېنډيکس د اپرېشن وروستو اوس ښه شوی کومې ناروغۍ چې هغه تراوسه پورې د غوراوي د لوبو څخه لرې ساتلی ؤ.

نوموړي اوس د افسر ځاځي په ځای راغلی څوک چې د دې اوونۍ په وروستيو کې د تربیې په مهال ژوبل شوی ؤ.

ستانکزي د فرورۍ د میاشتې په وروستيو کې د اپينډيکس اپرېشن کړی او ويل شوي وو چې هغه به په ۱۰ ورځو کې جوړ شي خو د هغه ناروغۍ اوږده شوه او د هغه په ځای د لوبډلې مشري ۱۹ کلن راشدخان کوله .

د غواري د سياليو په سپرسيکسز پړاؤ کې د افغانستان دوه لوبې پاتې دي خو لوبډلې سره د نړيوال کپ ۲۰۱۹م دپاره د ځای کولو امکانات هم کم دي.

افغان لوبډلې ته پکار ده چې په ډېرو رنزونو دواړه پاتې سیالۍ وګټي، او بيا سکاټ لېنډ او زمبابوی ويسټ انډيز او متحده عرب اماراتو ته په وروستيو لوبوکې ماتې ورکړي.

افغان لوبډله به خپله دوېمه او اخرۍ لوبه په ۲۳مارچ د ائيرلېنډ په ضد کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG