لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د اسماعیل خان د سولې وړاندیز منلی دی


دافغان اولسمشر لخوا د سولې په وړاندیز دغلي پاتې کیدو نه وروسته طالبانو دیو سیاسي مشر اسماعیل خان د سولې وړاندیز منلی اؤ ویلي یې دي هغوئ د سولې هرهاغه وړاندیز ته هرکلی وایي چې مقصد یې افغانستان کې روانې شخړې هوارول وي.

په عین حال کې امریکا په ډاګه کړې چې طالبان به تر هاغه وخته د پوځي فشارونو دلاندې وساتي ترڅو چې هغوئ سولې ته غاړه نه وي ایښودي.

روانه میاشت کې دافغانستان اولسمشر اشرف غني طالبانو ته د سولې پلان وړاندې کړی ؤ خو طالبان دسولې په دغه پلان غلي پاتې شوي وؤ او ویلي یې وؤ هغوئ نیغ په نیغه امریکا سره خبرېې کول غواړي خو امریکا دطالبانو دغه وړاندیز رد کړی ؤ.

دافغانستان دهرات ولایت پخواني والي اسماعیل خان د تیرې پنجشنبې په ورځ هرات کې یوې غونډې ته د وینا په مهال په طالبانو د سولې غږ کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې که طالبان حکومت سره خبرې نه کوي نو جهادي‌ ډلو سره دې خبرې کړي.

د اسماعیل خان ددغه وړاندیز جواب کې طالبانو پخپل یو بیان کې ویلي هغوئ داسماعیل خان د وړاندیز هرکلی کوي .

دطالبانو بیان کې ویل شوي “هر هاغه څوک چې دبهرنیو ځواکونو ملاتړ نه کوي اؤ غواړي په حقیقي معنو کې دافغانستان ستونزې هوارې شي باید د طالبانو سیاسي دفتر سره تماس ونیسي “

طالبانو ویلي د بهرنیو ځواکونو اؤ هیوادونو د ناوړه هڅو له امله ورځ تر بلې دافغانستان ستونزې سیوا کیږي اؤ دا حقیقت پخپله بهرنیانو هم منلی دی.

خو په افغانستان کې دامریکا سفیر ښاغلي جان بیس بیا پخپله یوه مرکه کې ویلي چې” که طالبان د پرانستې دروازې له لارې نه رادننه کیږي نو د پوځي فشارونو سره به مخ وي”

امریکايي سفیر ویلي “افغانستان کې دامن دپاره اړینه ده چې د جوړجاړي لاره خپله کړل خو ددې هیڅکله دا مطلب نه دی چې امریکا دې طالبانو ته میدان خوشې پریږدي ، اؤ داسې هم نه شي کیدلی چې مونږ افغان ځواکونو ته ووایو چې تاسو نور فعالیت مه کوئ”

ښاغلي جان بیس وویل” د امریکا تګلاره ډاګیزه ده اؤ هغه دا چې مونږ د افغان دولت کوټلی ملاتړ کوو ترڅو هغوئ ترهګر په سختۍ سره وچقوي اؤ دطالبانو څخه پیښې خطرې هم له مینځه یوسي”

دطالبانو لخوا جهادي ډلو سره مزاکراتو ته دغاړې ایښودلو په اړوند افغان دولت لا خپل نظر نه دی څرګند کړی خو اولسمشر اشرف غني وړاندې ویلي وؤ چې که طالبان سولې ته حاضر شي نو په ټولټاکنو کې دبرخې اخستو تر څنګ به ورته یو شمیر امتیازات ورکړل شي.

دطالبانو نه وړاندې د پخوانیو وختونو یوې بلې سیاسي اؤ جهادي ډلې حزب اسلامي هم افغان دولت سره روغه جوړه کړې اؤ ددغه ډلې مشر ګلبدین حکمتیار هم څو ځله په طالبانو ټینګار کړی چې افغان دولت سره خبرې وکړي.

خو څیړونکي وایي چې اوس به اصل امتحان دافغان دولت دائتلافي جهادي مشرانو پیل کیږي چې هغوئ څنګه طالبان افغان دولت سره سولې ته کښینوي؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG