لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دسولې شورا:که طالبان سوله ونکړي دقطر دفتر به یې وتړل شي


اکرم خپلواک

دافغانستان دسولې دشورا د دارالانشاء مشر محمد اکرم خپلواک هیله ښکاره کړې چې نوی کال به افغانستان کې دسولې کال وي خو ورسره یې سم طالبانو ته په ډاګه کړې چې که هغوئ دسولې خبرو ته ځواب ورنکړو نو په قطر کې به یې دفتر وتړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو دهرات د پخواني والي اسماعیل خان لخوا دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ د سولې شوي وړاندیز ته غاړه ایښې ده اؤ ویلي یې دي هغوئ دسولې دهرو هاغو هڅو ملاتړ کوي چې موخه یې افغانستان کې دکشالو هواری وي.

کابل کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته پخپله وینا کې دافغانستان دسولې دشورا مشر اکرم خپلواک وویل افغان دولت تر دې دمه دطالبانو ځواب ته په طمعه دی اؤ طالبان باید دخلکو د هیلو سره سم دسولې وړاندیز ته هرکلی ووایي.

روانه میاشت افغان اولسمشر ښاغلي اشرف غني د کابل پروسې په دوهمه غونډه کې په طالبانو غږ کړی ؤ چې که هغوئ دسولې بهیر سره یو ځایې شي نو دولت به نه یوازې په ټولټاکنو کې دبرخې اخستو موقعه ورکړي بلکې ګڼ شمیر نور امتیازات به هم ورکړي.

خو طالبانو د اشرف غني د سولې دغه وړاندیز ته هیڅ ځواب نه دی ویلی ، البته د سه شنبې په ورځ یې دهرات د پخواني والي اسماعیل خان لخوا دسولې شوی وړاندیز منلی اؤ ویلي یې دي چې د سولې هیله من خلک دطالبانو سیاسي دفتر سره تماس نیولی شي.

دافغانستان دسولې دعالي شورا د دارالانشاء مشر اکرم خپلواک وویل که چرې طالبان دسولې خبرو ته حاضر شي نو هر ډول اسانۍ به ورکړل شي خو که هغوئ خبرو ته غاړه نه ږدي نو نه به یې دفتر وي اؤ نه به نور امکانات ولري.

هغه وویل دافغانستان د ټولو طبقو سره تړاؤ لرونکي خلک سوله غواړي اؤ دسولې دپاره په نزدې وختونو کې ډیرې هڅې هم شوي دي ،باید طالبان دا موقعه غنیمت وګڼي اؤ دالله دامر اؤ دمخلوق دهیلو سره سم روغي جوړې ته حاضر شي.

هغه هیله وښودله چې نوی کال به افغانستان کې د سولې کال ثابتیږي خو په افغانستان کې دناټو ځواکونو کمانډر حترال جان نیکلسن بیا ویلي چې په نوي کال کې به د طالبانو په ضد عملیاتو کې شدت ولیدل شي.

ښاغلي نیکلسن ویلي امریکا په پاکستان هم فشارونه سیوا کړي ترڅو هغوئ طالبان خبرو ته کښینوي خو په نوي کال کې به خلک د طالبانو په ضد عملیاتو کې زیات شدت وویني.

XS
SM
MD
LG