لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل ډنفرډ: امریکا به په ترهګرۍ ځپلو کې د سټرېټیجیک ملګري په توګه له افغانستان سره مل وي


جنرل جوزف ډنفرډ چې په رسمي سفر کابل ته تللی د نهې- سه شنبې په ورځ یې په ارګ کې له ولسمشر غني او اجرایيه مشر عبدالله عبدالله سره لیدلي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکې د پوځ له مشر جنرل جوزف ډنفرډ سره د لیدو په مهال د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د امریکې او د ناټو د غړو هېوادونو مننه کړې، چې وایي د ترهګرۍ ضد مبارزه کې یې دوامداره ژمنې ورسره پاللې او په بېلابېلو برخو کې یې ورسره همکاري کړې ده.

د ولسمشر غني پر ټویټر له جنرل ډنفرډ سره په لیدنه کې د ذکر شویو موضوعاتو په اړه لیکل شوي:

"موږ د جنوبي اېشیا د تګلاري د عملي کېدو پر ژمنتیا، د افغان ملي او دفاعي ځواکونو پر اصلاحاتو، د راتلونکو ټاکنو پر امنیت او د افغانانو په مشرۍ د امن او پخلاینې د بهیر په اړه بحث او خبرې وکړې".

د ولسمشر غني له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، جنرل جوزف ډنفرډ چې په رسمي سفر کابل ته تللی د نهې- سه شنبې په ورځ یې په ارګ کې له ولسمشر غني او اجرایيه مشر عبدالله عبدالله سره لیدلي دي.

جنرل جوزف ویلي افغانستان ته د سفر مقصد یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او روزنې په برخه کې د امریکې دوامداره ژمنتیا ده. جنرل ډنفرډ ویلي:

"هېواد مو د افغانستان او جنوبي اېشیا لپاره د اعلان شوې تګلارې په عملي کولو کې سنجیده دی".

ښاغلي ډنفرډ د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو اتلولۍ او قربانۍ د قدر وړ بللې او ټینګار یې کړی چې هېواد به یې د نړیوال سټرېټیجیک ملګري په توګه د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د افغانستان د خلکو او حکومت ملګری وي.

جنرل ډنفرډ په خپلو خبرو کې ویلي، چې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ کې له وسلوالو طالبانو سره د پخلاینې او خبرو اترو ملاتړ کوي.

د افغان حکومت اجراییه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له جنرل ډنفرډ سره غږېدلی او په خپلو خبرو کې یې د افغانستان او جنوبي اېشیا لپاره د امریکې تګلاره د افغانستان او سیمې د امنیت او ارامۍ لپاره ګټوره بللې او د هغې په عملي کېدو کې یې د سیمې د هېوادونو پر همکارۍ ټینګار کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG