لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان کرکټ لوبډلې یوه بله مهمه بریا، متحده عرب اماراتو ته یې ماتې ورکړه


افغان لوبډلې په زمبابوې کې د نړیوال کپ د غوراوي په روانو سیالیو کې یوه بله مهمه بریا تر لاسه کړه او متحده عرب اماراتو ته یې په ۵ وکټونو ماتې ورکړه.

متحده عرب اماراتو لومړی بېټنګ وکړ او په ۴۳ اوورونو کې یې ۱۷۷ منډې جوړې کړې، چې دغه هدف افغانستان په ۳۴.۳ اوورونو کې تر سره کړ.

د افغانستان له اړخه ګلبدین نایب ۷۴ منډې وکړې او نجیب الله ځدراڼ ۶۳ منډې وکړې.

متحده عرب اماراتو ته په ماتې ورکولو کې مهم رول د راشد خان وو، چې ۵ لوبغاړي یې وسوځول.

افغانستان د غوراوي سیالیو په سپرسکس پړاو کې دا پرله پسې دویمه ګټه ده. له دې وړاندې یې ویسټ انډیز ته هم ماتې ورکړې وه.

که افغانستان خپل د سپرسکس ټولې لوبې وګټي، نو د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې به د برخې اخیستو چانس تر لاسه کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG