لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مولانا فضل الرحمن د متحده مجلس عمل مشر ټاکل شوی


مولانا فضل الرحمان دعوه وکړه چې د متحده مجلسِ عمل اتحاد به ډېر ژر بیرته د کامیابۍ پر لور فعاله ګامونه واخلي او راتلونکی حکومت به هم جوړ کړي.

په پاکستان کې یو ځل بیا د مذهبي ګوندونو اتحاد 'متحده مجلسِ عمل' فعال شوی او مشري یې په تازه ټاکنو کې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ته سپارل شوې ده.

دا پرېکړه د نهې- سه شنبې په ورځ په کراچۍ کې د متحده مجلسِ عمل د شورا په غونډه کې وشوه، چې د جمعیت علمای اسلام، جماعتِ اسلامي، جمعیت اهل حدیث او نورو مذهبي ګوندونو مشرانو پکې ګډون کړی وو.

په غونډه کې د دې اتحاد نوې کابینه وټاکل شوه، چې مولانا فضل الرحمن یې مشر، د جماعتِ اسلامي ګوند لیاقت بلوڅ یې مرستیال سیکرټر او شاه اویس نوراني یې د اطلاعاتو مرکزي سیکرټر ټاکلی.

تر غونډې وروسته مولانا فضل الرحمن له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې ټول مذهبي ګوندونه به په راتلونکو عمومي ټاکنو کې ګډه انتخاباتي سیالي کوي او نوماندان (کاندیدان) به د ګوندونو له تګلاره سره سم ټاکل کېږي.

مولانا فضل الرحمان دعوه وکړه چې د متحده مجلسِ عمل اتحاد به ډېر ژر بیرته د کامیابۍ پر لور فعاله ګامونه واخلي او راتلونکی حکومت به هم جوړ کړي.

په غونډه کې پرېکړه وشوه چې متحده مجلسِ عمل به په راتلونکې اپرېل میاشت کې په اسلام اباد کې خپل لومړنی کنوینشن جوړوي، چې په هغه کې به د اتحاد راتلونکې تګلاره ټاکل کېږي.

د مجلس د غړو ګوندونو مشرانو وویل دغه څو کلونه غیرفعاله وو، خو اوس به یې بیرته د ۲۰۰۲م کال غوندې فعال کړي او په نتیجه کې به یې د پاکستان مذهبي ګوندونه یو ځل بیا یو بل ته را نیژدې کړي.

د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق هم- چې تر غونډې وروسته له مولانا فضل الرحمن سره ګډ خبري غونډې ته وینا کوله- وویل چې متحده مجلسِ عمل به اسلامي اصولونو ته په پام سره یو نوی سیاست پیلوي.

هغه وویل د اتحاد لومړیتوب به په پاکستان کې د سودي نظام ختمول، د اقلیتونو د حقونو خوندي کول او خپل هېواد د مدینې د ریاست غوندې پر انصاف ولاړ نظام په څېر پر مخ بېول وي.

متحده مجلسِ عمل لومړی ځل په ۲۰۰۲م کال کې جوړ شوی وو، چې د پاکستان لوی مذهبي او سیاسي ګوندونه پکې شامل وو. دغو ګوندونو د ۲۰۰۲م کال په عامو انتخاباتو کې د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې له ۳۴۲ څوکیو څخه ۶۳ وګټلې او په پښتونخوا صوبه کې یې خپل حکومت جوړ کړ.

تر څو کلونو فعالیت وروسته دغه اتحاد په ۲۰۰۷م کال کې د ځینو مخالفتونو له امله سره ووېشل شو، چې له کبله یې په تېرو دوو حکومتي دورو کې مذهبي ګوندونو په مرکزي او صوبایي پارلمانونو کې د پام وړ څوکۍ تر لاسه نه کړې.

XS
SM
MD
LG