لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپاکستان عمليات دې د طالبانو سره دحقاني شبکې او نورو ترهګرو پرضد هم وي، امريکا


Heather Nauert

امريکا ويلي پاکسان باندې د امريکې د پوځي امداد ودرولو وروستو دغه هېواد سم لوري ته ځينې مثبت ګامونه پورته کړي خو اوس هم بايد نور ډېر څه وکړي او د طالبانو ترڅنګ دې د حقاني شبکې او نورو ترهګرو پرضد اقدامات وکړي.

د امريکې د بهرنو چارو د وزارت وياندې هېدر نويرټ د سه شنبې/ نهې په ورځ خبري غونډې ته په وېنا کې دغه خبره کړې ده.

د نويرټ نه پوښتنه شوې چې پاکستان هغو شرطونو ته چې امريکا ورته اېښودي او امداد يې ورله ودرولی په دغه اړوند او اړيکو کې يې څه پرمختګ شوی؟

وياندې ويلي د پاکستان پوځي مرستې چې تیر کال ودرول شوې وې د امريکا د صدر ډانلډ ټرمپ د سويلي اسيا دپاره اعلان کړې تګلاره کې په پاکستان غږ کړی ؤ چې خپله غټه زمه واري پوره کړي او د ټولو ترهګرو ډلو پرضد کوټلي ګامونه پورته کړي.

هغې وويل " پاکستان سم لوري ته ځینې مثبت ګامونه پورته کړي دي خو نور ډېرکولو ته اړتيا لري، د پاکستان عمليات دې يواځې د طالبانو پرضد نه وي بلکې د حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو پرضد دې هم وي".

د امريکې صدر ډانلډ ټرمپ تير کال د اګست په مياشت کې د سويلي اسيا او افغانستان دپاره خپله اعلان کړې تګلاره کې په پاکستان سختې نيوکې کړې وې چې په پاکستان په خپله خاوره ترهګر ساتلي او امریکا به د پاکستان په دغسې کولو نوره غلې پاتې نشي.

خو پاکستان وايي په خپله خاوره يې د ټولو ترهګرو پرضد بې توپيره عمليات کړي دي.

نویرټ په خپلو خبرو کې زياته کړې چې تيره اوونۍ مرستیال صدر مايک پنس هم د پاکستان د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره په خبرو کې د امريکې د سويلي اسيا په اړوند خبرې اترې کړې وې.

هغې وويل، مايک پنس "د پاکستان حکومت ته ويلي ؤ چې پاکستان کې د موجود ترهګرو پرضد نور کوټلي ګامونه پورته کړي".

نويرټ زياته کړې چې پاکستان ته" نور ډېرڅه کول دي چې کولی شي او په دې کې هم ډېر مهم رول لوبولی شي، چې طالبان د سولې د خبرو مېز ته راولي".

د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د تيرې شنبې/ خالي په ورځ واشنګټن کې د مايک پنس سره ليدلي وو.

پاکستان د افغانستان په اړوند دريځ لري چې په دغه هېواد کې سوله غواړي خو افغانستان او امريکا تل په پاکستان تورونه لګولي چې په خپله خاوره يې حقاني شبکه او نور ترهګر ساتلي څوک چې د پولې پورې غاړې افغانستان کې ترهګري کوي.

خو پاکستان دغه تورونه ردوي.

د امريکې د فشار وروستو د پاکستان، امريکې او افغانستان د لوړ پوړو چارواکو د يو بل هېوادونو ته سفرونه هم شوي دي.

XS
SM
MD
LG