لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غني:هیڅوک ټولټاکنو کې مداخله نه شي کولی


اولسمشر اشرف غني دټولټاکنو په اړوند دغونډې مشري کوي

د افغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني په ډاګه کړې چې هیچاته به په ټولټاکنو کې د مداخلې موقعه ورنکړي اؤ راروانې ټولټاکنې به پخپل ټاکلي وخت ترسره شي.

د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ پرون ماښام د ټاکنو لپاره د ټاکنو دخپلواک کمېسیون پر چمتووالي د بحث په خاطر د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې غونډه شوې چې پکې دراتلونکو ټولټاکنو په بیلابیلو اړخونو بحثونه شوي دي.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دخبر له مخې په دغه غونډه کې د جمهوررئیس دویم مرستیال محمدسرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ټاکنوخپلواک کمېسیون مسوولانو، یو شمېر سفیرانو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازو هم برخه لرله.

بیان وایي د ټاکنو دخپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد هم د ولسي جرګې او د ولسوالیو دشوراګانو د ټاکنو په برخه کې د دغه بنسټ د چمتوالي په اړه خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې ټاکنې به پر ټاکلي وخت وشي.

د ټاکنو کمېسیون مسوولانو وویل، چې دا بنسټ به په راتلونکو ورځو کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره د چمتووالي مهال ویش اعلان کړي.

جمهوررئیس د ټاکنو خپلواک کمېسیون په خپلواکۍ ټینګار وکړو اؤ وئ ویل هیچا ته به د ټاکنو په ملي پروسه کې د مداخلې فرصت ور نه کړل شي

ښاغلي اشرف غني وویل موږ په ټاکلي وخت د ټاکنو کولو ته ژمن یوو او همدارنګه له دغه بهیر څخه هر اړخیز ملاتړ کوو

دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې په دغه غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي تادامیچي یاماموتو او په اؤ دیو شمیر هیوادونو سفیرانو هم برخه لرله او د ټاکنو له بهیر څخه یې خپل هر اړخیز ملاتړ څرګند کړو.

ټاکل شوې ده په افغانستان کې عامې ټولټاکنې په روان کال کې کیږي خو ددغو ټولټاکنو څخه دمخه افغان دولت هڅې پیل کړي چې افغانستان کې سوله رامنځته کړي اؤ ټولټاکنې د امن په چاپیریال کې ترسره کړي.

افغان دولت د ټولټاکنو څخه دمخه دخپل یو ستر مخالف ګوند حزب اسلامي سره روغه جوړه کړې ده اؤ طالبانو ته یې د سولې پیغام ورکړی دی.

افغان ولسمشر اشرف غني طالبانو ته وړاندیز کړی که هغوئ سولې ته غاړه کښیږدي نو په راتلونکو ټولټاکنو کې به ورته د برخې دموقعې ورکولو ترڅنګ ګڼ شمیر امتیازات ورکړل شي خو طالبانو دافغان ولسمشر دغه وړاندیز ته هیڅ ځواب نه دی ویلی

XS
SM
MD
LG