لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل بیا ځانمرګي برید ولړزؤلو،۲۶ کسان وژل شوي،۱۸ژوبل


دافغانستان پلازمینه کابل د چهارشنبې په ورځ یو بل خونړي ځانمرګي برید لړزولې چې پکې ۲۶کسان وژل شوي اؤ ۱۸نور ژوبل شوي دي، خو چارواکي وایي چې د مړو شمیر کې د نور زیاتوالي اندیښنې هم شته.

په تیرو دریوؤ اوونیو کې په کابل کې دا څلورم ځانمرګي برید دی چې ګڼو عامو خلکو پکې خپل ژوند دلاسه ورکړی .

دغه ځانمرګي برید دکابل ښار د دریمې حوزې اړوند د کارته سخي سیمه کې غرمه خواوشا ۱۲ بجې شوی دی.

عیني شاهدان وایي چاودیدونکي مواد یو موټر سائیکل کې پرځایې کړل شوي وؤ اؤ په دغه موټر سائیکل ناست ځان وژونکي خپل ځان د کارته سخي د زیارت کوونکو په مینځ کې الوزولی دی.

دافغانستان دکورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي مطبوعاتو ته منلې چې په دغه ځانمرګي برید کې ۲۶کسان وژل شوي اؤ ۱۸نور ژوبل شوي دي.

دپیښې سره سم په ګډ شمیر کې امنیتي ځواکونه اؤ مرستندویه فعالین سیمې ته رسیدلي اؤ پیښه کې وژل شوي اؤ ژوبل شوی کسان یې روغتون ته رسولي دي.

دافغانستان مطبوعات د روغتیايي سرچینو له قوله وایي چې په ژوبلو کسانو کې هم د ګڼو حالت نازک دی چې له دې امله د مړو شمیر کې د اضافې اندیښنه ده.

د برید پړه تر دې مهاله چا پغاړه نه ده اخستې خو د کورنیو چارو د وزارت ویاند وایي چې دپیښې په اړوند پلټنې پیل شوي دي.

له دې وړاندې په نهم مارچ هم دکابل په شپږمه حوزه کې دافغانستان دیو پخواني سیاسي مشر عبدالعلي مزاري دتلین ددستورې په مهال یو ځانمرګي برید کې ۱۰ کسان وژل شوي اؤ ۱۴ نور ژوبل شوي وؤ .

همدغسې په دوهم مارچ هم کابل کې یو ځانمرګي برید شوی ؤ چې یو ماشوم پکې خپل ژوند دلاسه ورکړی ؤ اؤ څلور تنان پکې ژوبل شوي دؤ.

دافغان اولسمشر اشرف غني د روانې میاشتې په پیل کې طالبانو ته د سولې د وړاندیز کړې ؤ چې دهغې نه راپدیخوا دافغانستان دننه په ځانمرګي بریدونو اؤ په امنیتي سرتیرو حملو کې زیاتوالی لیدل شوی .

افغانستان کې په امنیتي ځواکونو اؤ عامو خلکو د کیدونکو زیاتره بریدونو پړه طالبان پغاړه اخلي.

افغان چارواکي دطالبانو دمرستې تور په پاکستان لګوي اؤ وایي پاکستان پخپله خاوره کې طالبانو اؤ دحقاني ډلې ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي چې له دغه ځایه ورانکاري افغانستان کې دترهګرۍ پلانونه عملي کوي.

خو پاکستان دافغان دولت دغه تورونه بې اساسه بلي اؤ دعوه کوي چې په طالبانو اثر نه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG