لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:دافغان دولت اؤ مخالفینو ترمینځ سوله کې به همکاري کوؤ


دپاکستان د بهرنیو چارو سکترې تهمینه جنجوعه ویلي پاکستان د افغان ولسمشر اشرف غني لخو طالبانو ته د سولې دشوي وړاندیز هرکلی کوي اؤ دافغان دولت اؤ مخالفینو ترمینځ روغه جوړه کې به مرسته هم کوي.

خو خارجه سکترې نه ده په ډاګه کړې چې پاکستان تر اوسه داسې کوم ګامونه اخستي چې له مخې یې دطالبانو اؤ افغان حکومت ترمینځ جوړ جاړي ته لاره هواره شوي وي.

اسلام اباد کې یوې دستورې ته د وینا په مهال خارجه سکترې ویلي افغانستان دجنګي معاشیاتو برخه جوړه شوې ده چې وسلې، مخدره مواد اؤ ترهګري یې زیږولې ده.

هغې وویل دافغانستان شخړې تر ټولو زیات پاکستان ازغیزمن کړی ځکه پاکستان دا وایي چې افغانستان کې امن اؤ ثبات دپاکستان په ګټه دی.

امریکا اؤ افغانستان د تیرې څه دپاسه یوې لسیزې راهسې په پاکستان تورونه لګوي چې دطالبانو اؤ حقاني شبکې ترهګرو ته یې پخپله خاوره کې خوندي ځالې ورکړي اؤ افغانستان کې یې پرې جنګونو ته دوام بخښلی دی خو پاکستان دغه تورونه ردوي.

روانه میاشت دافغانستان ولسمشر اشرف غني طالبانو ته د سولې بلنه ورکړې اؤ دپاکستان وزیراعظم ښاغلی شاهد خاقان عباسي یې هم دکابل سفر ته دعوت کړی ترڅو افغانستان کې دسولې په هڅو ورسره د نزدې نه خبرې وکړي.

طالبانو تر دې مهاله د اشرف غني د سولې وړاندیز ته ځواب نه دی ویلی خو امریکایي چارواکي وایي په اسلام اباد یې فشارونه سیوا کړي چې طالبان دافغان دولت سره خبرو ته کښینوي.

دپاکستان د ملي امنیت مشاور ښاغلی ناصر جنجوغه هم تیره اوونۍ دکابل په سفر تللی ؤ اؤ افغان چارواکو سره یې د سولې د روانو هڅو په ګډون په ګڼو معاملو خبرې کړې وې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG