لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې پر جبري ورکېدو د پښتنو قهر له سره اوښتی


رویټرز خبري ایجنسۍ په یو تفصیلي رپوټ کې ویلي، په پاکستان کې د خپلو خپلوانو جبري بې درکۍ او په پټو بندیخانو کې د هغوی د کلونو- کلونو د ساتنې ریاستي تګلارې د پښتنو د قهر پیمانه ډکه کړې ده.

د بې درکه پښتنو د یوې کورنۍ په کیسه کې رویټرز وایي، کله چې د محمد ایوب خان په نوم یو پښتانه تېر کال دا واورېدل، چې وراره یې په کراچۍ کې پاکستاني امنیتي ادارو پورته کړی دی، نو ده ته یې پخوانۍ ترخه خاطره ور په یاده کړه، محمد ایوب خان وایي اووه کاله پخوا د ده یو بل وراره هم په سوات کې پاکستاني پوځ وړی وو.

ایوب خان تور پورې کوي چې دواړه ورېرونه یې امنیتي ادارو جبري لادرکه کړي دي:

"ما هره دروازه ټکولې ده خو کوم ځواب مې نه دی تر لاسه کړی. راته ووایاست زموږ ځوانان چېرې دي چې موږ پوه شو هغوی ژوندي دي او که مړه وي لږ تر لږه مړي خو یې راوسپارئ"

رویټرز د بشري حقونو د سازمانونو په وینا وایي چې په تېره لسیزه کې په پاکستان کې داسې پېښې عامې وې، خو وایي په تېره جنورۍ کې یې د پښتنو غوسه هله را وپاروله، چې په کراچۍ کې یو ځوان پولیسو په غیرعدالتي توګه وواژه.

محمد بلال د اسلام اباد په احتجاج کې د خپل ورک زوی حضرت الله عکس را اخیستی، چې وایي په جبري توګه لادرکه شوی دی.
محمد بلال د اسلام اباد په احتجاج کې د خپل ورک زوی حضرت الله عکس را اخیستی، چې وایي په جبري توګه لادرکه شوی دی.

رپوټ وایي ماډلنګ ته د لېواله ځوان نقیب مسید وژنې- چې پر ټولنیزو رسنیو یې د ښکلیو جامو عکسونه خپاره شول- په ټول پاکستان کې د پښتون تحفظ موومنټ له خوا د پښتنو یو سوله ییز احتجاج پیل کړ، چې د سلګونو خلکو د جبري لادرکۍ دعوه کوي.

پښتون تحفظ موومنټ دعوه کوي چې په پاکستان کې ۳۲۰۰۰ پښتانه لادرکه دي، خو رویټرز لیکي چې دې سازمان د تقریباً ۱۲۰۰ لادرکه پښتنو نوملړ ترتیب کړی، چې وایي په هغوی کې د ۳۱۵ ورکو کسانو فهرست د رویټرز ادارې ته هم رسېدلی دی.

رویټرز وایي د بخښنې نړیوال سازمان د تېر ګل- دوشنبې په ورځ په خپل رپوټ کې لیکلي وو، چې د ملګرو ملتونو د جبري لادرکۍ څېړونکې ډلې له پاکستانه د هغو ۷۰۰ لادرکه کسانو د مقدمو د ځنډېدو رپوټونه تر لاسه کړي وو، چې پر پاکستاني چارواکو یې د حل کولو ټینګار کړی وو.

د بخښنې نړیوال سازمان په دغه رپوټ کې دا هم ویلي، چې په پاکستان کې له پښتنو سره له لسیزو راهیسې په منظم ډول د نسل په بنیاد توپیري چلند کېږي.

رویټرز د پښتون تحفظ موومنټ د مشرانو له خولې وایي، چې په پاکستان کې د جبري لادرکه پښتنو زیاتې مقدمې له پامه غورځول شوې دي، خصوصاً د قبایلي سیمو د هغو زرګونو خلکو چې د جګړو له امله له خپلو سیمو نورو ښارونو ته کډه شول.

د جبري لادرکه پښتنو په اړه چې رویټرز د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو له دفتر سره تماس نیولی، نو هغوی په دې اړه سمدستي له نظر ورکولو ډډه کړې، خو وایي پاکستاني پوځ پخوا ویلي چې دوی له کوم ثبوت پرته څوک نه نیسي. رویټرز د پاکستان د کورنیو چارو وزارت هم پوښتلی، خو ځواب یې نه دی ورکړی.

رویټرز د زیاتو جبري لادرکه کسانو د خپلوانو له خولې وایي، دوی به ډېر په وېره کې وو او د خپلو ورکو کسانو په اړه به یې څه نه شوای ویلای، چې هسې نه امنیتي ادارې له دوی او د دوی له پاته خپلوانو سره هم ورته عمل وکړي، یعنې لادرکه یې کړي.

خو وایي پښتون تحفظ موومنټ دا وېره ختمه کړه او په زرګونو خلکو په جنورۍ کې په اسلام اباد کې احتجاج وکړ او په ډاګه یې د پښتنو ځوانانو جبري ورکېدنې او غیرعدالتي وژنې وغندلې.

د عالمزېب خان په نوم یو پښتون احتجاج کوونکي رویټرز ته ویلي: "د نقیب مسید وینې موږ ته ږغ راکړ".

رویټرز وایي، پښتنو ورته ویلي چې د دوی پر خاوره د ترهګرۍ جګړې پاکستاني امنیتي ځواکونو ته واک ورکړی، چې له دوی سره د وسلوالو غوندې چلند وکړي.

ګڼ شمېر پښتنو احتجاج کوونکو رویټرز ته ویلي، دوی چې څه ډول ژوند تېراوه هغه ته په پام سره مجبوره وو چې تر اتلس کلنۍ مخکې په ډېره تانده ځوانۍ کې مدني فعالان شي او پر ځان د کېدونکو ظلمونو په ضد ږغ پورته کړي.

په اسلام اباد کې د پښتنو احتجاج
په اسلام اباد کې د پښتنو احتجاج

رویټرز د پښتون تحفظ موومنټ د ۲۶ کلن مشر منظور پښتین له خولې وایي، ده تېر کال هم د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې یو احتجاج کړی وو، چې ۱۰۰ کسانو پکې برخه اخیستې وه، خو وایي اوس چې زرګونه پلویان ورسره دي نو ده همدې شېبې ته انتظار کاوه.

رویټرز وایي د مارچ پر ۱۵مه پاکستاني چارواکو د پښتین په ضد په دې تور مقدمه درج کړه، چې وایي 'خلک یې بغاوت ته پارول' او د یوه پولیس چارواکي نظر یې اخیستی، چې وایي پر منظور یې ځکه مقدمه کړې، چې په خپل احتجاج کې یې د پاکستاني ریاست خلاف خبرې کړې دي.

خو منظور پښتن رویټرز ته ویلي: "زه په دې ډېره خفه یم چې زه له حکومته د خپلو آییني حقونو غوښتنه کوم، خو ریاست ما غدار ګڼي"

د پښتون تحفظ مشرانو رویټرز ته ویلي، چې د دوی احتجاج یو څه اغېز کړی او ځینې ورک کسان خپلو کورنیو ته ستانه شوي دي، چې وایي د پاکستان استخباراتي ادارو وړي وو. رویټرز وایي هڅه یې وکړه چې په دې اړه د پاکستاني استخباراتي ادارې ای ایس ای چارواکي وپوښتي، خو وایي هغوی له خبرو ډډه وکړه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG