لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپینه ماڼۍ: سعودي د امریکا او پاکستان تر منځ منځګړیتوب کولای شي


سپینې ماڼۍ نن د شورو- چهارشنبې په ورځ وویل، د سعودي لپاره به دا موقع وي چې د امریکا او پاکستان تر منځ د منځګړي په توګه کار وکړي.

دا څرګندونې وروسته له هاغې کیږي چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ترهګرو ډلو په ضد د پاکستان د کړنو څخه ناراضایتي ښودلې وه.

د ټرمپ د ادارې یو لوړ پوړی چارواکی وايي:

"لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ سعودي له پاکستان سره د اوږدې مودې ژورې اړیکې لري. ددغو اړیکو په رڼا کې دا فرصتونه شته چې سعودي د یو مهم منځګړي په توګه رول ولوبوي".

د راپور له مخې، محمد بن سلمان د امریکا د دې غوښتې په اړه د لیدنې په مهال څه نه دي ویلي. د ټرمپ د ادارې ددغه چارواکي څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په سپينه ماڼۍ کې د نهې یا سې شنبې په ورځ د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان له راتګ څخه تود هرکلی وشو.

د دواړو خواوو ترمنځ په خبرو کې د جنوبي اسیا لپاره د ټرمپ د نوې پالیسۍ د پلې کېدو په برخه کې د سعودي په مرستې باندې هم خبرې وشوې چې پاکستان په خپله خاوره باندې د ترهګرو د پټنځایونو د له منځه وړلو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

همدارنګه په دغو دوه اړخیزو خبرو کې د سوریې، یمن او په منځني ختیځ کې د ایران د رویې په اړه هم خبرې وشوې.

دواړو خواوو د یو شمېر دوه اړخیزو حالاتو، په امریکا کې د سعودي د پانګونې او د یو شمېر دفاعي تړونونو په اړه هم خبرې او پرېکړې کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG