په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر او د امريکا سفارتخانې پرون په کابل کې د داعش د ځانمرګي بريد غندنه کړې ده، د داعش په بريد کې د وژنو شمېره ۳۲ ته رسېدلې ده.
د چهارشنبې/ شورو په ورځ په کابل کې د نوروز په مهال د شيعه مسلمانانو يو زيارت ته څېرمه ځانمرګی بريد شوی ؤ.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه مشن يوناما مشرتداميچو ياماموتو په يو بيان کې ویلي، "د ملګرو ملتونو په استازيتوب زه د کابل د بريد غندنه کوم".
د ملګرو ملتونو استازي په خپل بيان کې ویلي په عامو ملکي خلکو بريد هیڅ جواز نه لري.
کابل کې د امريکا سفير جان ار باس هم د بريد غندنه کړې او په جاري کړي بيان کې يې ویلي دي، " زه سخت خفه شوم په دغه شرمناکه بريد باندې، چې د نوي کال په پېل کې شوی دی".
افغان ولسمشر اشرف غني هم په کابل کې د ځانمرګي برید په سختو ټکو غندنه کړې او دغه ناوړه کار يې د انسانيت پرضد عمل ياد کړی دی.
پاکستان هم په کابل کې د ځانمرګي بريد په سختو ټکو کې غندنه کړې ده.
کابل کې په روانه میاشت کې دا څلورم ځانمرګي برید ؤ چې په لسګونو بېګناه کسانو پکې خپل ژوند دلاسه ورکړی اؤ ګڼ شمیر پکې ژوبل شوي هم دي.
دافغان رسنیو ترمخه پروني برید کې د وژنو شمېره ۳۲ ته رسېدلې وه.
د کابل په پروني بريد کې د ۵۰ څخه زيات کسان ژوبل شوي چې اوس هم په روغتونونو کې د درملنې لاندې دي او د ځينو حالت پکې مرګونی ښودل کيږي.
په کابل کې د چهارشنبې د ورځې بريد د کابل پوهنتون او علي اباد روغتون سره نزدې شوی ؤ.
چارواکو پخلی کړی چې ځانمرګي بریدکوونکي د نوروز دستورې ته روانې ډلې په منځ کې ځان الوزولی دی.