لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان بیا په کونړ د توغندیو بریدونه پیل کړي


افغان چارواکي وایي پاکستاني ځواکونو په کنړ ولایت یو ځل بیا توغندوي بریدونه چټک کړي اؤ د پرون راهسې یې په دغه ولایت ۱۱۰ توغندي ویشتلي دي.

افغان چارواکي دعوه کوي چې د تیرې یوې اوونۍ راهسې دا دریم ځل دی چې دپاکستان امنیتي ځواکونه کنړ کې دتوغندیو بریدونه خو پاکستان لا په رسمي ډول په دغه هکله خپل دریځ نه دی ښکاره کړی.

دپنجشنبې په ورځ دافغانستان خبري اژانس پژواک دکنړ د امنیه قوماندانۍ د ویاند فرید دهقان له خولې خبر ورکړی چې دپاکستان امنیتي ځواکونو دتیرې ورځې نه په کنړ د توغندیو بریدونه پیل کړي اؤ په دانګام اؤ شلطان اولسوالیو یې ۱۱۰ توغندي اؤ دتوپ مرمۍ ویشتلي دي.

هغه ویلي په دغو بریدونو کې خلکو څه قسمه مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو مالي زیانونه ور اوړیدلي دي.

دکنړ ولایت والي وحیدالله کلیم زي تیره ورځ وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې ویلي وؤ پاکستاني ځواکونه په افغانستان ناروا بریدونه کوي خو په دې توګه نه شي کولی چې افغان ځواکونه دخپل فشار لاندې راولي.

هغه ویلي وؤ ،دپاکستان حکومت دافغانستان دحکومت او ولس له مجبوریتونو څخه ناوړه استفاده کوي اونه یوازې توغندوي بریدونه کوي بلکې سرحدي سیمو کې اغزن تارغځوي اوله ترهګرو ډلو ملاتړ او افغانستان ته یې دجګړې لپاره رالیږي.

دکونړ والي ویلي وؤ افغانان اودافغانستان حکومت او وسله وال پوځ په قوې ارادې سره دې ته متحد دي چې دهیواد له ارضي تمامیت څخه به په کلکه دفاع وکړي اودپاکستان هیڅ ډول فشار ته به تسلیم نه شي

XS
SM
MD
LG