لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دمصر مفتي اعظم:هیڅوک پخپل سر دجهاد اؤ کفر فتوې نه شي‌ جاري کولی


دمصر د جامع الازهر مدرسې مفتي اعظم ډاکټر شوقي ابراهیم ویلي چې د جهاد داعلان واک یوازې ریاست لري اؤ څوک د اسلام څخه ویستل یوازې د محکمو کار دی.

اسلام اباد کې د پیغام پاکستان اؤ ترهګرۍ په موضوع یو کانفرنس ته د وینا په مهال دمصر مفتي اعظم دپاکستان دحکومت په مشرۍ دترهګرۍ په ضد دعالمانو لخوا دجاري شوې فتوې ملاتړ کړی اؤ ویلي یې دي چې اسلام کې د ترهګرۍ سوب جوړیدونکی تندلاریتوب اؤ کوم مسلمان ته کافر ویل منعې دي.

دپاکستان څه دپاسه دوؤ سوؤ دیني عالمانو د جنورۍ میاشت کې فتوه ورکړې وه چې د جهاد فتوه یوازې حکومتونه ورکولی شي اؤ ډلې یا اشخاص ددغسې فتوؤ ورکولو حق نه لري.

دغو پاکستاني عالمانو دپیغام پاکستان په نوم خپله فتوه کې دپاکستان دننه کیدونکي ځانمرګي بریدونه هم حرام ګرځولي وؤ .

دجامع الازهر مفتي اعظم ویلي چې دداعش په څیر تندروه ډلو د اسلام پیغام نه مخ ګرځولی اؤ مسلمانان زلمي د ټولنیزو رسنیو دلارې په نخښه کوي.

هغه وویل یوازې مفتي اعظم کولی شي چې د مذهبي چارو په اړوند فتوې جاري کړي اؤ دا واک هاغو نیم لوستو مذهبي خلکو ته نه شي ورکړل کیدلی چې یوازې یو څو کتابونه یې لوستلي وي.

ډاکټر ابراهیم وویل چې د تندلاریتوب د ستونزې څخه د ځان ژغورلو دپاره د معلوماتو دعصري سرچینو څخه استفاده زیاته اړینه ده.

د هغه په وینا د هاغو وسله والو اؤ ترهګرو ډلو په ضد مبارزه پکار ده چې مشران یې د حکومتونو اوامرو ته غاړه نه ږدي.

دپاکستاني عالمانو لخوا د پیغام پاکستان په نوم د فتوې جاري کولو نه وروسته پخپل غبرګون کې افغان ولسمشر ویلي وؤ چې دغسې فتوې دې یوازې دپاکستان دپاره نه بلکې دافغانستان دپاره هم وي ځکه چې اسلام د ټولو دپاره دی.

دافغانستان خلک نیوکې کوي چې پاکستاني عالمان دخپل هیواد دننه ځانمرګي بریدونه خو حرام ګڼي خو افغانستان کې په کیدونکو بریدونو یې بیا خپلې شونډې ګنډلي دي اؤ وایي چې افغانستان کې جهاد جائز دی

XS
SM
MD
LG