عوامي نېشنل پارټۍ د ګل- دوشنبې په ورځ د خپل ګوند د ځوانانو د ملي سازمان (این وا او) د مرکزي کمېټۍ د تحلیلولو اعلان وکړ او د نورو کسانو تر څنګ یې د دې سازمان مشر محسن داوړ هم له خپلې دندې ګوښه کړ.
د دې ملتپال ګوند له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي وو، چې د ګوند مشر اسفندیار ولي خان د ځوانانو د ملي سازمان مرکزي کمېټۍ له دې امله تحلیل کړه، چې وایي د دوو کلونو په اوږده موده کې یې د سازمان جوړونې چارې بشپړې نه کړې.
عوامي نېشنل ګوند د ځوانانو د ملي سازمان نوې کابینه اعلان کړې، چې یوه مېرمن پلوشه عباس هم پکې شامله ده. مېرمن پلوشه د ځوانانو د سازمان د مرکزي کمېټۍ د تحلیلولو په غبرګون کې د خپل ګوند او نورو اعتراض کوونکو په ځواب کې وایي:
"د یو قومي تحریک هدفونه بدل وي او د یو سیاسي تحریک پارلماني مجبورۍ هم وي، زموږ پوره هڅه ده چې دا څه شوي دي د هغه په رڼا کې داسې لاره را وباسو چې هغه موږ د ښه والي طرف ته بیایي او څه نفاق یا بد را نه شي، چې نه یې پر قومي تحریک بد اثرات وشي او نه سبا زموږ پر سیاسي ګوند څه ګوتې اوچتې شي"
خو پر ټولنیزو رسنیو د عوامي نېشنل د دې پرېکړې په غبرګون کې را پارېدلیو کسانو تور پورې کړی، چې ګواکې محسن داوړ له دې امله له خپلې څوکۍ لرې کړل شوی، چې هغه د پښتون ژغورنې غورځنګ په روان احتجاج پاڅون کې ډېره فعاله وو او دا یې د هغه لپاره یوه سزا ګڼلې.
د عوامي نېشنل ګوند له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي وو، چې د ګوند یا د ګوند د سازمان کوم غړی- که پر هر مقام وي- د بل ګوند یا سازمان په چارو کې فعالیت نه شي کولای، خو د ګوند مشر اسفندیار ولي خان په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاج ته په وینا کې ویلي وو:
"دا تسلي درکوم، د باچا خان بابا او ولي خان خان په سر درسره دا زما وعده ده، چې تر کومه پورې تاسو دلته ناست یۍ او مسئلې مو نه وي حل شوې، تر هغه پورې به د سرې جنډې هر بچی تاسو سره ملګری وي"
د عوامي نېشنل ګوند د ځوانانو د ملي سازمان له مشرۍ ګوښه شوی ځوان محسن داوړ وي.او.اې ډیوه ته وویل، چې پښتون تحفظ موومنټ یو سیاسي ګوند نه دی، بلکې د ټولو پښتنو یو شریک ږغ دی چې خپلې ستونځې یې د همدغو سیاسي ګوندونو په مخ کې ایښې دي:
"دا [پي ټي ایم] خو د هغه ولس اواز دی چې د ریاست د جبر ښکار شوي وو، دوی د خپل وطن او خاورې ستونځې دغو سیاسي ګوندونو ته راوړې وې، دا خو ځان ته نه سیاسي ګوند دی او نه یې د انتخاباتو کولو اراده شته او په دې تحریک کې د ټولو سیاسي ګوندونو ملګري شته او خپله مبارزه کوي، بلکې زه دا ووایم چې دا تحریک د ټولو ګوندونو له خوا په ګډه جوړ شوی دی"
د وي.او.اې ډیوه د خبریال د معلوماتو په اساس عوامي نېشنل ګوند د خپلو غړیو اعتراضاتو ته په پام سره تر خپل منځ خبرې پیل کړې دي او د ګوند له غړو یې غوښتي چې خپل اعتراضات دې ګوند ته وړاندې کړي، نه چې پر ټولنیزو بې بنیاده بیانونه خپاره کړي او په نتیجه کې یې هم ګوند او هم د پښتنو پیل شوي تحریک ته تاوان ورسېږي.