لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین پر پاکستان د ځواکمنو توغندیو یوه پرمختللې ټیکنالوجي پلورلې


چین د یوه تړون په اساس پر پاکستان د ځواکمنو توغندیو یوه پرمختللې ټیکنالوجي پلورلې، چې په مرسته یې پاکستان کولای شي د خپلو ګڼسروکو توغندیو وده ګړندۍ کړي.

له پاکستان سره د بېلسټیک توغنديو د ودې په برخه کې د چین د مرستې خبر په داسې وخت کې ورکول کېږي، چې رقیب هېواد یې هندوستان دوې میاشتې مخکې د اوږده واټن یو ځواکمن بېلسټیک توغندی ازمویلی دی.

"دي ساوت چاینا مارننګ پوسټ" ورځپاڼې لیکلي، چین پر پاکستان یو داسې څارونکی او ناپوونکی سیسټم پلورلی، چې د پاکستان د ګڼو سرونو لرونکو بېلسټیک توغندیو وده به تېزه کړي او له دې سره به هندي پوځ تر نور سټرېټیجک فشار لاندې راولي.

له پاکستان سره د دې نوي او بېساري تړون اعلان د چین ساینس اکېډمۍ کړی دی، چې وایي دغه سیسټم کولای شي د توغندیو توغولو هدف وڅاري، د لوړ کیفیت عکسونه واخلي، د تګلوري تفصیلي ډېټا را غونډه کړي، همدارنګه توغندي او د هغوی ګڼسروکي تجربه کړي.

رپوټ وایي چینایي ډلې د دې سیسټم د ځای پر ځای کولو او پاکستاني سرتېرو ته یې د کارونې د روزنې لپاره په پاکستان کې درې میاشتې تېرې کړې.

ورځپاڼه وایي د دې سیسټم کارولو د پاکستاني سرتېرو هیلې تر حد زیاتې کړې، ځکه چې وایي په پاکستان کې د مخکې له مخکې موجودې ټیکنالوجۍ ظرفیت او صلاحیت یې څو چنده زیات کړ.

پاکستان پخپله هم تر دې وړاندې د داسې توغندي وړونکي سیسټم پر ایجاد کار کاوه، چې په یوه وخت ګڼ شمېر اېټمي ګڼسروکي (کوپړۍ) وړلای او خپل هدف ویشتلای شي. د ۲۰۱۷م کال په جنورۍ کې دې هدف ته د رسېدو په مقصد د خپل لومړني (ابابیل توغندي) ازموینه وکړه، چې د امریکې د دفاعي استخباراتي ادارې په وینا په جنوبي اېشیا کې لومړنی توغندی دی.

رپوټ وایي که څه هم د هند د یوې اېټمي کوپړۍ وړونکي توغندي هم غټ دي او هدف ویشتلای شي، خو پاکستان د ګڼسروکي اېټمي توغندویي سیسټم په وسیله کولای په کوچنیو توغندیو هم خپل هدف تر لاسه کړي. وایي په ځواب کې یې هند هم د توغنديو پر یو دفاعي سیسټم کار کوي.

د چین یاده ورځپاڼه وایي چین پر پاکستان د شوي تړون له مخې د اعلی ظرفیت لرونکې وسله خرڅه کړه، چې په هغه کې جنګي بېړۍ، جنګي الوتکې، د لنډ واټن توغندي، آبدوزونه او بې پایلټه ډرون الوتکې شاملې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG