لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان نړيوال جام ته د رسېدو لپاره تر ټولو مهمه لوبه نن کوي


د افغانستان کرکټ لوبډله نن د جمعې په ورځ د سپر سيکس تر ټولو مهمه لوبه کې ائيرلېنډ ته مخامخ کيږي، افغان لوبډلې پرون د زمبابوی لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د نړيوال کپ د غواري سیاليو کې اخري سيالۍ ته رسېدلې ده.

افغان لوبډله نن د غواري د سياليو په سپرسيکس پړاؤ کې خپله وروستۍ لوبه کوي او که ننۍ لوبه ګټي ائيرلېنډ ته ماتې ورکړي نو د نړيوال کپ په سياليو کې برخې اخستو ته به ورسي.

د پنجشنبې په ورځ د زمبابوې او عرب اماراتو تر مينځه لوبې وروستو د نړیوال کپ د غوراوي په سیالیو کې وېسټ انډیز په اتو نمبرو سره په پواېنټس ټېبل تر ټولو وړاندې او ورپسې زمبابوی او سکاټلېنډ دي چې پينځه پينځه نمبرې لري.

افغانستان او ائيرلېنډ دا مهال په پواېنټس ټېبل ۴،۴ نمبرې لري.

که افغانستان د سپرسکس ننۍ وروستۍ لوبه ګټي نو د ۶ نمبرو سره به په دویم پوزېشن شي او د کال ۲۰۱۹م د نړیوال کپ په سیاليو کې د برخې اخستو جوګه به شي. خو که چرې دغه لوبه اېیرلېنډ ګټي نو بیا به افغانستان د نړیوالو سیالیو نه پاتې کیږي.

که د افغانستان او ائيرلېنډ تر مينځه د ننۍ ورځې لوبه بې نتیجې پاتې کیږي نو بیا به دواړه هیوادونو ته یو یو پواېنټ یا نمبر ورسیږي. او نړیوال جام ته د وتلو فیصله به په رن رېټ کیږي.

دا مهال په رن رېټ زمبابوی او اېیرلېنډ وړاندې او ورپسې افغانستان او سکاټلېنډ دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG