لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عراقي عدالت د داعش وسلوالو ۱۷ بهرنیو ښځو ته د مرګ سزا واوروله


په عراق کې د داعش وسلوالو هغو ۱۷ بندي ښځو ته د مرګ او شپږو نورو ته د ټول عمري بند سزاوې اورول شوې دي، چې عراقۍ نه دي او مېړونه یې مړه یا بندیان دي.

کومو ښځو ته چې د مرګ سزا اورول شوې، دا له هغو ۵۶۰ بهرنیو ښځو څخه دي چې په عراق کې یې له داعش وسلوالو سره ودونه کړي وو.

د امریکا ږغ د خبریال هیدر مرډاک رپوټ وایي د داعش وسلوالو له دغو بندي مېرمنو سره په زندان کې ۹۰۰ ماشومان هم شته، چې وایي له داعش سره په ملګرتیا تورن پلرونه یې یا مړه دي یا ورک دي او یا هم بندیان دي.

د بغداد د اعلی عدالت ویاند قاضي عبدالستار بیرقدار وایي، د داعش ځینو ملاتړو ته د مرګ سزا یو ډول نېکمرغه کار ښکاري، ځکه چې وایي "دوی فکر کوي که و وژل شي، نو ګواکې شهیدان به شي او جنت ته به لاړ شي".

رپوټ وایي د عراق په عدالت کې چې د داعش وسلوالو په ملاتړ تورنې هرې ښځې ته قاضي په څرګندو ټکو په یوه ساه د مرګ سزا اوروله، نو په هغوی کې د ځینو پر خوله موسکا خپره وه. رپوټ وایي قاضي د تېر ګل- دوشنبې او نهې- سه شنبې په ورځو د بغداد په عدالت کې ۱۷ ځله دا جمله تکرار کړه، چې "تر هغو دي یې د دار رسۍ په غاړه کې وي چې مړه شوې نه وي".

شپږویشت کلنه صوفیه محمد هم د مرګ په سزا رسېدلې ښځه ده، چې په ترکیه کې یې خپل کور پرېښوو او د داعش تر واک لاندې عراقي سیمه کې یې له خپل مېړه او ورور سره ژوند پیل کړ. هغې د نورو ښځو غوندې خپل ماشوم د بغداد عدالت ته ورسره وړی وو او په تورو جامو، توره چادري کې- چې مخ یې لوڅ وو- د قاضي په وړاندې په لرګینه کټارۍ کې ولاړه وه.

قاضي د قضیې تر پرېکړې مخکې ورڅخه وپوښتل، آیا دا ریښتیا ده چې کله یې مېړه په جګړه کې و وژل شو، نو بیا داعش وسلوالو میاشتۍ ۵۰ ډالره ورکولې. صوفیې ورته وویل:

"دا ریښتیا چې مېړه او ورور مې له داعشیانو سره ملګري وو او کله چې د هغوی پر مرکز هوایي برید وشو، دوی پکې و وژل شول".

قاضي بیا پوښتنه ځنې کوي: "آیا ته ګناهکاره یې که بېګناه؟"

هغه په ترکي ژبه د پسپسي په انداز سوکه وایي: "زه خبره نه یم".

د عدالت ژباړونکی ورته ودرېد او ویې پوښتله: "وایه زه قاضي ته څه ووایم؟"

د نورو ترکي او ازربایجاني ښځو غوندې- چې په دغه ورځ یې د قضیو پرېکړه کېدله- صوفیې هم ومنله چې عراق ته په غیرقانوني توګه ورغلې او له داعش وسلوالو سره اوسېدلې ده، خو په تشدد کې د لاس لرلو تور ورباندې نه وو. ژباړونکي ته یې په ځواب کې وویل: "ګومان کوم چې زه بېګناه یم".

شاوخوا پینځلس مینټه وروسته صوفیه او شپږ نورې ښځې یو په بل پسې په لرګینه کټارۍ کې درېدلې او یو په یوه د مرګ سزا ورته اورول کېدله. هرې یوې ته ویل کېدل چې په لسو ورځو کې له عدالته د رحم غوښتنه کولای شي او که نه وي په یوه میاشتې دننه به یې عدالت ته پخپله د رحم درخواست وړاندې شي.

کله چې دغو شپږو ښځو ته د مرګ سزا اورول کېدله او قاضي د هرې یوې د نوم په اخیستو ویل، چې "تر هغو دي یې د دار رسۍ په غاړه کې وي چې مړه شوې نه وي"، نو د هیڅ یوې تر سترګو اوښکې نه را څڅېدلې او نه یې چیغې وهلې.

عدالت ته چې دغه ښځې ننوتلې، نو یواځې د هغوی په تي پورې او تازه په پښو روان شوي ماشومان ورسره پرېښوول شوي وو او ځینو ښځینه محافظینو بدرګه کولې، چې سره کمیسونه او تورې سدرۍ یې اغوستې وې. یو بل د ساده جامو محافظ په پسپسي له ځانه سره وایي: "نه پوهېږو که دغه ښځې زېندۍ شي نو ماشومان به یې څه کوي، هیڅوک نه پوهېږي چې څه باید وشي".

د بغداد د عدالت ویاند قاضي بیرقدار وایي، پکار خو دا ده چې د دغو ماشومانو- ټولو بې پلرونو بهرنيانو- غم د دوی خپل هېوادونه وخوري، خو وایي ځینې هېوادونه لېواله نه دي چې د داعش جنګیالیو اولادونه ور خپل کړي.

رپوټ وایي د عراق په موسل ښار کې- چې مخکې د داعش تر واک لاندې وو- د وسلوالو ځایي یتیمیان د جګړې عام قربانیان ګڼل کېږي او پالنه یې کېږي، نه دغو ماشومانو او نه یې راتلونکو مور و پلار ته د اصلي مور و پلار په اړه تفصیل ورکول کېږي.

خو، د عراق په نینوا ایالت کې د ښځو او ماشومانو د ادارې مشره سکینه محمد وایي، هغه بهرني ماشومان چې د داعش تر واک لاندې عراقي سیمو او کلیو کې زېږېدلي، که په عراق کې پاته شي کېدای شي هغسې پالنه یې ونه شي.

قاضي عبدالستار بیرقدار وایي له داسې میندو سره- چې د داعش ملاتړ کوي- ماشومان په زندان کې اوسېدل پخپله یو له خطره ډک انتخاب دی، ځکه د ده په وینا ځینو ښځو ورته ویلي، خپل ماشومان به لویوي چې بیرته اسلامي دولت جوړ کړي یعنې داعش واکمن کړي.

په عراق کې له تېرو څو کلونو راهیسې چې د داعش وسلوالو فعالیت زیات شو او د دې هېواد موسل ښار یې ونیو، له هغه راهیسې ګڼ شمېر داعش وسلوال په دار شوي او په وروستیو کې د هغوی بهرنۍ ښځې هم د عدالت له خوا د مرګ په سزا رسېږي او زېندۍ کېږي، چې په غبرګون کې یې داعش وسلوالو تر اوسه شاوخوا ۶۵ قاضیان او د عدالت نور ۱۶۰ کارکوونکي وژلي دي.

XS
SM
MD
LG