لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار:ډرون بریدونو کې ۱۲داعشیان وژل شوي


افغان چارواکي وایي دپاکستان سره په پوله پروت دافغانستان ختیز ولایت ننګرهار کې دامریکايي ډرون په برید کې دترهګرې ډلې داعش ۱۴ وسله وال وژل شوي چې ۱۲ تنه پکې بهرنیان هم دي.

دختیزو ولایتونو د پاره دافغانستان پوځي ویاند میجرجنرال اقا فقیري خبریالانو ته ویلي دغه ډرون بریدونه په هسکه مېنه ولسوالۍ کې په اوغز اؤ مهترخان سیمو کې دداعش د وسله والو په ځالو شوي دي.

هغه دعوه کړې ده چې په دغو بریدونو کې ۱۲ بهرنیان هم وژل شوي خو په ډاګه کړې یې نه ده چې ددغو بهرنیانو تعلق کوم هیواد سره دی.

ننګرهار دافغانستان هاغه ولایت ګڼل کیږي چې پکې ترهګره ډله داعش زیاته فعاله ده اؤ ددغه ولایت په یو شمیر اولسوالیو خپل تسلط لري.

په هسکه مېنه کې له دې وړاندې هم وخت په وخت امریکایي ځواکونو د داعش د وسله والو په ضد هوایي بریدونه کړي چې پکې ددغه ډلې مهم کمانډران اؤ مشران وژل شوي دي.

دداعش په ضد د ډرون دا تازه بریدونه وروسته له هغې شوي چې تېره ورځ کابل کې دشوي ځانمرګي برید پړه داعش په غاړه واخسته .

په دغه ځانمرګي بررید کې ۲۹ کسان وژل شوي اؤ ګڼ شمېر نور ژوبل شوي وؤ.

افغانستان کې د ناټو ځواکونو کمانډر جنرال جان نیکلسن په ډاګه کړې چې روان کال به د وسله والو ډلو په ضد افغانستان کې د هوایي اؤ زمکنیو بریدونه ساحه نوره هم پراخه کړل شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG