لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلاول بوټو : طالب ته که ورک شوی ورور وایو،امن نه ټینګیږي


دپاکستان پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري ویلي تر څو چې طالبانو ته جدا شوی رور ویل کیږي ترهغې په دې خاوره امن نه شي ټینګیدلی.

هغه وایي ترهګري یوازې د طاقت په کارؤلو سره له مینځه نه شي تللی بلکې پکار ده چې دترهګرۍ مخنیوي دپاره په تندلاریتوب قابو وموندل شي اؤ‌ په تندلاریتوب قابو موندلو دپاره تعلیمي نصاب بدلولو ته اړتیا ده.

دغه خبرې هغه دشنبې په ورځ دپښتونخوا په بنو سیمه کې یوې جلسې ته پخپله وینا کې کړي دي.

بلاول بوټو په دپښتنو په سیمه بنو کې دغه جلسه په داسې حال کې کړې ده چې له جلسې وړاندې په سوشل میډیا ځینو ملت پالو دبنو له خلکو غوښتنې کړې وې چې د بلاول جلسه کې دې برخه نه اخلي.

دپپیلز پارټۍ دمشرانو په ضد په سوشل میډیا دپښتنو ملت پالو غصه ددغه ګوند دمشر اصف علي زرداري هغه څرګندؤنو راپارولې چې د نقیب مسید په وژنه تورن پولیس افسر راؤ انوار یې د یو زړؤر هلک په نوم یاد کړی ؤ.

پخپله دغه جلسه کې بلاول بوټو زرداري د جمعیت علماء اسلام په مشر مولانا فضل الرحمان سخت ټکونه کړي اؤ ویلي یې دي چې مولانا فضل الرحمان په قبائیلي سیمو کې د اصلاحاتو مخې ته خنډ شوی دی.

هغه وویل کله چې یې ګوند په لاس کې اقتدار لرلو نو دقبائیلي سیمې اولس ته یې د ووټ حق ورکړی ؤ اؤ که بیا اقتدار ته ورسیږي نو قبائیلي سیمې به خیبر پښتونخوا صوبه کې ورګډې کړي.

هغه د مولانا فضل الرحمان څخه وپوښتل” مولانا صیب ته د فاټا اولس نه دکومې خبرې زور وباسې ، ولې صوبه کې دقبائیلي سیمو د ورګډیدلو مخه نیسې؟”

هغه دخیبر پښتونخوا صوبې په حکومت هم سخت ټکونه وکړل اؤ وئ ویل د تحریک انصاف حکومت پښتونخوا کې د پوهنتونونو جوړولو پځایې په کروړونو روپۍ یوې داسې مدرسې ته ورکړې چې ټول خلک ترې ښه خبر دي.

د بلاول بوټو زرداري اشاره د مولانا سیمع الحق د اکوړي حقانیه مدرسې لوري ته وه چې په هکله یې ویل کیږي دطالبانو ټولو مهمو مشرانو په دغه مدرسه کې زده کړې کړي‌ دي.

هغه وویل تر څو چې په دې هیواد کې خلک لادرکه کولی یا د محکمو نه پشي شا وژلی شي تر هغې د ترهګرۍ جرړې نه شي ویستل کیدلی.

باید وویل شي چې په پاکستان کې سږکال عامي ټولټاکنې کیدونکي دي اؤ په دغو ټولټاکنو کې دبریالیتوب ترلاسه کولو په موخه ټول سیاسي ګوندونه په جلسو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG