د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتين وايي، "مونږ خو د پاکستان د ائين لاندې غوښتنې کوو ، مونږ د انسانيت په خاطر انصاف غواړو، مونږ د عدالت نه لرې وژل شوي يو، مونږ په چيک پوسټونو لږ عزت وغوښتو او دوي وايي چې د رياست خلاف خبرې مه کوئ".
پشتين د اپرېل په اتمه نېټه په پېښور کې د اولسي غونډې کولو اعلان کړی او په کابل کې تيره شپه د پښتون ژغورنې د غورځنګ په ملاتړ پرلت باندې د شوې چاؤدنې غندنه يې کړې ده.
د فېس بک د لارې په خپلو خبرو کې نوموړوويل "مونږ ته ټیليفونونو کيږي ګواښونه راته راکولی کيږي چې د خپلې خبرې په شا شئ کنه په تاسو به د ترهګرۍ د مادو لاندې مقدمې جوړې کړو تاسو به ستاسو د خپلو خلکو د لارې بدنامه کړو".
هغه وويل پروپېګنډا کيږي خو په پروپېګنډا کې رانشئ د پښتنو پرضد تل داسې شوي دي چې کله دوي د خپل حق دپاره راپاسېدلي دي پرضد يې پروپېګنډې شوي دي.
هغه زياته کړه "زمونږ ملګري نيول کیږی چې غورځنګ د فشار لاندې راولي بايد په ظلم کوونکو فشار راوړل شوی وی خو دوي په ژوند، امن او عزت غوښتونکو باندې فشار اچوي په زده کوونکو زور راوړی کيږي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ خبره ونکړي".
منظور وويل "که د ائين لاندې حق غوښتل هم د رياست پرضد خبره ګڼل کيږي بايد بيا پښتنو ته لار وښودل شي".
پشتين د اپرېل په اتمه نېټه پېښور کې د اولسي غونډې اعلان وکړو او وې يې ویل چې له دغې وړاندې به په چارسده، مردان، کوهاټ، صوابۍ، نوښار او دره ادم خېلو کې غونډې او تياری کيږي.
منظور وويل په غورځنګ د راپورته کېدونکو پوښتنوځواب ويلو ته تیار يُو او په تنقيد او نيوکو به اصلاحات کوو او د غورځنګ ټولې هلې ځلې اولسي غونډې، لاريونه او احتجاجونه يې پرامنه پاتې شوي او په ټولنيزو رسنيو که څوک بد رد وايي مونږ به ورته په خوش اخلاقۍ ځواب وايو، او د عدم تشدد د لارې به خپله مبارزه دومدار ساتو.
هغه وويل پښتانه ډېرې طبقې لري او په ډېرو سياسي ګوندونو کې دي بايد د دوي نفي ونشي، که کوم ډول بيان د يو بل پرضد راشي هغه زغمل پکار دي، بايد يو بل ته عزت او مينه ورکړو.
هغه غږ وکړو، چې په سياسي ګوندونو پسې بد رد مه وايئ زمونږ هدف دغه نه دی زمونږ هدف په رياست خپلې غوښتنې منل دي او خپل توان بايد دغلته په کار راولو ځکه د پښتون ژغورنې غورځنګ د ټولو پښتنو دی.
هغه پښتون ژغورنې غورځنګ ته د هلو ځلو دپاره د ترلاسه کېدونکو پېسو په اړه وويل چې دا پوښتنه هم کيږی چې دوي ته پېسې د کومه راځي هغه وويل عام خلک او د غورځنګ د کمېټۍ غړي خپل چندې ورکوي اولسي غونډې پرې کوي.
هغه د ژغورنې د غورځنګ په ملاتړ کولو په ګرده نړۍ کې د خلکو مننه وکړه او وي ويل دلته داسې حال جوړ کړی شوی چې د بهر نه زمونږ څوک ملاتړ هم نشي کولی په دغو خبرو هم په مونږ تورونه لګي.
منظور وويل بايد پښتانه نور راپاڅي چې خپل حق وغواړي خپل تپوس وکړي کنه دغه ظلمونه به پرې هم دغسې روان وي.
هغه په پښتنو غږ وکړو چې بايد هر تن د عدم تشدد د لارې په خپل خپل کلي کې مبارزه پېل کيږي خپل حق دې وغواړي ضروري نه ده چې د هر چا د منظور سره رابطه وي.