لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

راشد خان په ۴۴ لوبو کې د ۱۰۰ وکټو ریکارډ


‎د افغانستان بالر راشد خان د ويسټ انډيز خلاف نن په زمبابوې کې روان مېچ کې د کرکټ په نړۍ کې په کمو لوبو کې د ۱۰۰ وکټو ترلاسه کولو ریکارډ په خپل نوم کړی دی.

‎راشد خان دا مهال په ۴۴ یوه ورځني لوبو کې ۱۰۰ وکټې ترلاسه کړې.

‎ دغه ریکارډ د اسټریلیا تیز او غوره بالر مېچل سټارک سره وو چا چې په کال ۲۰۱۶م کې دغه ریکارډ په خپل نوم کړو او په ۵۲ لوبو کې ۱۰۰ وکټې ترلاسه کړې وې.

‎د نړۍ ځېنو غوره بالران چې په لږو لوبو کې يې د ۱۰۰ وکټو رېکارډ جوړ کړی څه په دا ډول دي:

لوبغاړی ___ هیواد __ لوبې __ د ۱۰۰ وکټو موده

مېچل سټارک __ اسټریلیا __ ۵۲ __ ۵ کاله ۳۰۴ ورځې

ثقلین مشتاق __ پاکستان __ ۵۳ __ ۱ کال ۲۲۵ ورځې

شېن اېدورډ بانډ __ نیوزيلېنډ __ ۵۴ __ ۵ کاله ۱۲ ورځې

‎راشد خان د کال ۲۰۱۵م اکتوبر په میاشت کې د زمبابوی پرضد د افغانستان ملي لوبډلې لخوا خپله لومړۍ لوبه کړې وه.

د دوه نیم کالو په دغه لوبه کې راشد خان په یوه لوبه کې د ۷ وکټو ترلاسه کولو تر ټولو غوره بالنګ کړی.

راشد خان په یوه ورځنۍ لوبو کې پينځه لوبغاړي په څلورو لوبو کې سوځولي او هم دغه راز يې په څلورو لوبو کې د څلورو څلورو لوبغاړو په سوځولو هم د خپلې لوبډلې په ګټه کې مهم رول ترسره کړی دی.

‎د کرکټ نړیوالې شورا یا ايي سي سي لخوا د تیرې (فرورۍ) په میاشت کې راشد خان د یوه ورځنۍ او شلو شلو اورونو یا ټي-۲۰ لوبو غوره بالر ټاکل شوی ؤ.

‎راشد خان د افغانستان ملي لوبډلې لپاره د یوه ورځنۍ لوبو تر څنګ په ۲۹ ټي-۲۰ لوبې کړي او ۴۸ وکټې یې ترلاسه کړي. سره د دې راشد خان د هندوستان، اسټریلیا، برتانیې، وېسټ انډیز او بنګله دېش په لیګ مېچونو کې هم لوبیږي او دغلته هم کامیاب بالر ګڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG