لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مومند ايجنسۍ کې دوه ترهګر وژل شوي


د قبايلي سيمې مومند ايجنسۍ امنيتي چارواکو ادعا کړې چې په ساپو تحصيل کې د لټون د عملياتو په مهال دوه ترهګر وژل شوي دي.

د امنيتي سرچينو په وېنا د ساپو تحصیل په تور خور علاقه کې پرون د يکشنبې/ اتوار په ورځ ناوخته د لټون عملیات روان ؤ چې په دغه مهال د تندلارو سره نښته شوې او دوه ترهګر پکې وژل شوي دي.

د وژل شوؤ پېژندګلو د کمانډر حق نواز او محسن په نومونه شوې او دا چې د دوي تعلق د کومې ډلې سره دی تراوسه يې په دغه اړوند مالومات نه دي خپاره کړي.

خو ساپو تحصيل کې د طالبانو د جماعت الاحرار ډله فعاله پاتې شوې ده او دغلته د زياترو بریدونو زمه واري هم دغه ډله مني.

امنيتي چارواکو ويلي د وژل شوؤ ترهګرو د ولقې څخه په غټه کچه وسله، ويډيو کېمره، موبايل ټيليفونونه، د پوځ جامې، درمل (ګولۍ)، د بېنک ای ټي اېم کارډونه او موبايل سيمونه هم ترلاسه شوي دي.

ساپو کې تازه عمليات په داسې حال کې شوي چې تيره اوونۍ د پوليو په يوه ډله وژونکی بريد شوی او د پوليو دوه کارمندان پکې وژل شوي وو.

د دغه بريد زمه واري هم جماعت الاحرار ډلې منلې وه.

د يادې پېښې وروستو په سيمه کې د لټون د عملیاتو په مهال د ملېشې يو سرتيری وژل شوی ؤ خو د سرچينو ترمخه وسله والو د ملېشې په پوسته بريد کړی او سرتيری يې پکې وژلی ؤ.

د مومند ايجنسۍ د ساپو تحصيل هغه سيمه ده چې تير څو کاله وړاندې د تندلارو وسله والو مرکز پاتې شوی خو په سيمه کې د پوځي عملیاتو وروستو د علاقې پاکولو ادعا شوې وه.

که څه هم په مومند ايجنسۍ کې د امن پرځای کېدو ادعاوې کيږي خو دغلته وخت په وخت د بدامنۍ پېښې رامنځته کيږي چې پکې ځايي مشران او د امنيتي ادارو چارواکي او سرتيري په نخښه کيږي.

XS
SM
MD
LG